ملي دفاع وزارت کې  د سرتېرو ورځ ونمانځل شوه

ملي دفاع وزارت کې د سرتېرو ورځ ونمانځل شوه


  • 3 کاله دمخه (27/02/2021)
  • رفیع الله نقیبزی
  • 1410

په غونډه کې د ولسمشر غني سربېره لومړي مرستیال امرالله صالح، دکورنیو چارو وزیر دملي دفاع لومړي مرستیال شامحمود میاخېل، دمشرانو جرګې مشر، دملي پوځ افسرانو او سرتېرو ګډون کړی وو.

شامحمود میاخېل له ولسمشر څخه مننه وکړه، چې د دې ورځې په ویاړ یې ملي پوځ ته ترفیع، ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ منظورې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې یادې ترفیع او ډالۍ یې په سنګرونو کې پرتو سرتېرو ته ورکړي، چې اوس مهال یې جنرالان او افسران دیادو ډالیو دوېش په موخه سنګرونو ته لېږلي دي.

میاخېل دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې تېر کال دملي او دفاعي ځواکونو لپاره دګواښونو ډک کال و، ځکه دکرونا وبا سربېره دکرونا وبا له وېرې ازاد شوي مجرمین او د دوحې دهوکړې لمخې له افغان زندانونو څخه ازاد شوو طالبانو پر امنیت مستقیم اغېز کړی دی.

دمیاخېل په خبره ازاد شوي طالب بندیانو دخپلو کړیو ژمنو خلاف بېرته جنګي لیکو ته ګرځېدلي دي. نوموړي له ولسمشر څخه هم مننه وکړه، چې یاد وضعیت یې په ښه ډول مدیریت کړ. 

میاخېل ولس ته ډاډ ورکړ چې موږ اوس په ښه موقف کې یو او افغان امنیتي او دفاعي ځوکونه په هرحالت کې له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي.

ولسمشر غني سرتېرو ته خطاب کې وویل، چې د دوی دقربانیو په خاطر دنړۍ ډېر مشران ماته مبارکي راکوي. ولسمشر زیاته کړه، چې افغان ځواکونه اوس په هغه حالت کې نه دي، چې نورو ساتل اوس نړۍ تاسې ساتئ.

غني دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې دافغانستان قانون اسلامي او شرعي دی او افغان جګړه شرعي او اسلامي اړخ نه لري او یواځې دقدرت جګړه ده. د ده پر وینا دقدرت ترلاسه کولو لپاره قانوني لاره ټاکڼې دي.

غني زیاته کړه، چې دهېواد دښمنانو هدف دا و، چې افغانستان په برخو ووېشي، چې دغه ارمان به یې هیڅ کله پوره نه شي.

غني زیاته کړه هغوی، چې پر دې خاوره قرباني ورکړې د دې خاورې اصلي څښتنان دي او همدوی خپل ولسمشر ټاکلی دی او راتلونکی ولسمشر به هم دوی ټاکي. نوړي زیاته کړه که طرحه لرئ راشئ دافغانستان خلکو ته قناعت ورکړئ زموږ غېږ درته خلاصه ده.

دیادونې وړ ده چې دکب 9 دهېواد دملي دفاعي او امنیتي 

ځواکونو ملي ورځ ده، چې دمرکز کابل سربېره په یو شمېر ولایتونو کې هم لمانځل کېږي او په دې ورځ دخپلو ځواکونو دقربانیو او هڅو ستاینه کوي.