لغمان کې د افغان ځواکونو ورځ ولمانځل شوه.

لغمان کې د افغان ځواکونو ورځ ولمانځل شوه.


  • 3 کاله دمخه (27/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1800

د کب نهمه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ځانګړې ورځ، په لغمان کې د ولسونږ په پراخ ګډون سره ونمانځل شوه.

په همدې موخه یاده غونډه نن شنبه د ( کب په ۹مه) لغمان ولایت کې ترسره شوه، چې په کې د لغمان والي رحمت الله يارمل، مرستيال والي، پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي، د ملکي او نظامي ادارو مسؤولينو، سلګونه ديني عالمانو، قومي مشرانو، ورزشکارانو، ځوانانو، مېرمنو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

د لغمان والي، رحمت الله یار مل، د سرتېرو د ورځې په پار ټولو افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مبارکي وویله.

نوموړي افغان ځواکونه د هېواد، خاورې او ناموس اصلي ساتوونکي وبلل او د دوی د قربانیو او سرښندنو ستاينه يې وکړه.

یاده غونډه کې یو شمېر نورو چارواکو او یو قومي مشر هم خبرې وکړې، ټولو ویناوالو د سرتېرو قربانۍ او مېړانې وستایلې او له دوی څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

په دې مراسمو کې د ملي ځواکونو رسمي ګذشت، ورزشي نمايشونه، سرتېرو ته ترانې او ترنمونو وویل شول.

د ځینو ولسونو له لوري، افغان ځواکونو ته د غاړې امېلونه او د ګلونو ګېډۍ ډالۍ کړل شوې.

د لغمان ولایت مقام له لوري د ځواکونو رهبري او شمېر سرتېري تقدیر شول.

باید یاده شي، چې هر کال په ټول هېواد کې د کب ۹مه د سرتېرو ملي ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي، چې په کې د سرتېرو د قربانیو او سرښندنو په ویاړ ځانګړي پروګرامونه ترسره کېږي.