کراچۍ کینګز لوبډلې ملتان سلطان لوبډلې ته په اوه ویکټو ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د ملتان سلطان لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۵ منډې جوړې کړې او د ۱۹۶ منډو هدف یې د کراچۍ لوبډلې ته کېښود. د ملتان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شعیب مقصود ۳۴، محمد رضوان ۴۳ او جیمز وینس ۴۵ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې. کراچۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف په نوولسم اور کې ترلاسه کړ او په اوه ویکټو یې ملتان لوبډلې ته ماتې ورکړه. د کراچۍ لپاره بابر اعظم ۹۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم خپله کړه.
نبي عیسي خیل چې د کراچۍ لوبډلې سره لوبیږي په ننۍ لوبه کې یې یو اور کې ۱۵ منډې ورکړې؛ خو ویکټ یې ترلاسه نه کړه او په توپ وهنه کې یې په ۸ توپونو ۱۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې دوه څلوریزې په کې شاملې وې.
نن ماښام شپږ بجې اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمي په خپلو منځو کې د بخت ازموینه ورکوي.