روسیه وایي، په افغانستان کې د طالبانو امارت نه غواړو

روسیه وایي، په افغانستان کې د طالبانو امارت نه غواړو


  • 3 کاله دمخه (27/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1081

روسیه په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ سره موافقه نه ده او نه غواړي، چې یو ځل بیا دې په یاد هېواد کې د طالبانو امارت راشي.

د  بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان اوس په سیمه کې د روسیې لپاره تر ټولو مهم هېواد دی او نه غواړي، چې هلته دې اسلامي جمهوریت د طالبانو په امارت بدل شي.

نوموړي د طالبانو هغې غوښتنې ته، چې د مشرانو نومونه یې باید له تور لیسته وویستل شي ، په اشارې ویلي، چې طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې اړین پرمختګ وکړي او تاوتریخوالی دې کم کړي، ترڅو یې نومونه له تور لیست څخه ووځي.

 

حنیف اتمر تېره چهارشنبه روسیې ته په څلور ورځني سفر تللی، چې هلته یې د یاد هېواد له بېلابېلو مشرانو سره کتلي.