الله جل جلاله په انسان کې جنسي غريزې ايښي تر څو د انساني نسل د پايښت سبب شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: النکاح من سنتي فمن لم یعمل بسنتي فلیس مني.
ژباړه: نکاح زما له سنتو څخه ده، څوک چې زما په سنتو عمل ونه کړي نو له ما څخه نه دی.
له پورته حدیث مبارک نه دا په اثبات رسیږي، چې د یو مسلمان نارینه او مسلمانې زنانه لپاره نکاح کول د یو اهم او ضروري خبره ده.
عالمان وايي: چې په نکاح کولو سره د یو انسان ایمان پوره کیږي.
کله چې نکاح نه وي نو انساني خواهشات د ناروا او ناکاره اعمالو لپاره ميلان کوي، چې عبارت دی زناء، فحشاء، لوطاط او داسې نور ....
په هغه ټولنو کې چې نکاح موجوده نه وي نو په هغه ټولنه کې د فحشاء او زنا دروازې خلاصې وي د ژوند سیستم په پوره ډول په ناکاره اعمالو را څرخي .
د نکاح حکم:
د نکاح کونکي له حالت سره سم بدلیږي:
✔ سنت مؤکد
✔ واجب
✔ مکروه
کله چې يو څوک د جماع (کور والي)، مهر، نفقي وس ولري او په زنا کې د لویدو خطر ونه لري نو په دې وخت کې نکاح کول سنت مؤکد ده.
هغه چا لپاره نکاح کول واجب دي چې د ډېرې اشتها سره د مهر نفقي وس ولري او د نکاح نه کولو په حالت کې په زنا کې د لویدو ویره ولري په دې حالت کې بیا نکاح کول واجب دي.
خو کله، چې يو څوک دا ویره ولري، چې د نکاح کولو په صورت کې د خپلې میرمن خواهشات نه شي پوره کولی او دا ویره ولري، چې د نکاح په صورت کې به ورنه ظلم وشي او د زوجيت مادي او معنوي حقونه نه شي پوره کولی نو په دې وخت کې د انسان لپاره نکاح کول مکروه ګرځول شوې ده.
نکاح د ډېرو ښيګڼو سره سره بیا هم دلته زموږ په ټولنه کې ځوانان د ډېرو ننګونو سره مخ کوي ناوړه دودونه (رواجونه) زموږ اکثره ځوانان د نکاح کولو نه محروم کړي دي.
کله، چې يو ځوان د يو پيغلې سره د نکاح په سپيڅلې تار وتړل شي نو د پيغلې کورنۍ بیا د زوم په کورنۍ هیڅ رحم نه کوي او څه چې یې له وس وي هغسې ظلم کوي ورسره، چې دهغه سپيڅلې اړیکې ټینګول بیا د ځوان او پيغلې لپاره ډېر سخت تمامیږي ددې په ځای چې ژوند کې یې خوښي راشي نو ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخ کیږي او دا اړیکه د ناوړو دودونو له امله درز درز شي.
هغه دودونه چې ايموږ ټولنه کې موجود دي او موږ یې ترسره کو دهغه دودونه د شریعت لیحاظه حرام دي او په ترسره کولو یې انسان ګنهګاره کیږي.
لکه:
☜ ولور
زموږ په ټولنه کې چې کله یو ځوان د یوې پيغلې سره د نکاح کولو هوډ وکړي او په د غې نکاح کولو سره خپل راتلونکې کې خوښي لټوي او هیله لري چې راتلونکی ژوند به یې د خپلې میرمنې سره په خوښۍ کې تیر کړي، خو دا ټول خوبه نه یې د ناوې کورنۍ لخوا په خوب لاهو شي د هغې په مخ کې د لور په نوم دومره مظبوط ديوال جوړ کړي، چې ځوان مجبور شي خپله کورنۍ پريږدې او د ولور پوره کېدا لپاره خارجي هېوادونو ته ولاړ شي یا په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، يا کلونه کلونه د فردیسۍ ژوند تیره وي او يا هم په مخدره توکو روږدې شي بیا خپل ټول ژوند په تیارو کې تیره وي .
دا درد تنها ځوان نه بلکې هغه پيغله چې د ځوان په طمعه کور کې ناسته وي هغه هم له دغه ناوړه دود ښکار شي خپل ټول ژوند په مشکلاتو کې تیره وي.
حال داچې ولور اخیستل په اسلام کې حرام دي.
☜ اختری
په پخوا وختونو کې دا دود نه و، خو اوس ډېر رواج شوی دی په لرې پرتو سیمو کې اوس هم نشته اما په ښاري سیمو کې بیا دا دود بیخې ډېر پالل کيږي او کچيرې یې څوک سرته ونه رسوي بیا یې نو د ناوې کورنۍ سربیره نور ټول خپلوان ورپورې خاندې او ناوې ته پيغورونه ورکوي ورته وايي: ته یې خوښه نه یې، ځکه یې اختری درته را نه وړه.
ستا د خېښانو(خسرګنۍ) فکرونه اوس هم پخواني دي.
داسې په سلګونه نور یې خبرې اوري.
نو د هلک کورنۍ مجبوره ده، چې په دواړو اخترونو کې ناوې ته رنګا رنګ جامې، څپلې، بوټونه، د اریش سامان، وريژې، چرګان او داسې نور شيان يوسې.
☜ نوروزی
اوس دا یو نوی دود دی چې په هر نوې کال کې زوم مجبور دی چې ناوې ته نوې جامې واخلي که یې وانخیستۍ نو ناوې ورسره خبرې نه کوي او ترې خفه وي.
نور د زوم مجبورۍ ته نه ګوري چې زوم څه لري او که نا.
☜ لونګۍ
د لونګۍ په نامه د زوم له کورنۍ څخه د جلۍ مشر کاکا کوښښ کوي چې يو څه وشکوي.
☜ شاوړ (ماما حق)
د واده په په وخت کې دناوې ماما بیل حق غواړي، تر څو نغدې پيسې ور نکړئ نو خورزه یې له کوره نه شې ویستی، په دروازه کې به درته کلک ولاړ وي نو مجبور د دنیا له شرمه يو څه ورته ورکړي، د شا مجبورۍ ته څوک نه ګوري.
☜ د کوژدې مصرف
په کوژده کې هم د ناوې کورنۍ نورو ته د ځان ښودنۍ په بهانه د خاوند له کورنۍ پوستکی وباسې.
☜ د واده خرچه
دلته خو نو یې خدای ورکړي د ناوې کورنۍ ته څه نخرې نه وي، چې نه یې کوي، د مصارفو دومره لیست برابر کړي، چې د خاوند کورنۍ یې په لیدو که مړه نه شي خو ژوند یې هم ور خراب کړي، ددې په کیسه کې نه وي چې له واده وروسته به په کور کې د خوراک څه ولري که نا.
☜ په وړوک والې کې واده!
زموږ د ټولنې بل ناوړه دود چې اکثره ځوانان یې په بد برخلیک اخته کړي هغه په وړوک والي کوژده کول دي، هلک او انجلې په دې نپوهیږي چې ښه او بد څه وي د کورنۍ لخوا مجبور شي چې د کورني په خواښه کوژده وکړي، چې په راتلونکې کې یې زیاد له بد برخلیک سره اخته کیږي ان تر طلاق هم خبره رسي، کله چې بالغ شي بیا یو بل نه خوښه وي نو طلاق واخلي که طلاق نه وي خو ژوند یې هم سم نه وي.
☜ اجباري ودونه
دلته ځينې پيغلې او ځوانان اجباري ودونو ته مجبوریږي، چې دا په راتلونکې کې د کورنيو په ژوند ډېر بد تاثير لرلی شي.
☜ په بدو کې ورکول
اکثره وخت پيغلې د خپلو ورونو د بدو کارونو په انجام کې خپل ژوند په سختيو کې تیره وي، ناوړه کړنه یې ورور، پلار، وراره او داسې نور .....
وکړي په بدو کې انجلۍ بیچاره ورکړي ژوند د انجلۍ خراب شي، چې دا تر ټولو ناوړه کړنه ده.
دې او دې ته ورته داسې ډېر رواجونه شته چې د یو انسان ژوند د ښه کیدو پر ځای خرابه وي او تل یې په تیارو کې اچوي، چې دا ټولې کړنې په شریعت کې ناروا او بدعت ګڼل شوي او بدعت په سلام کې ناوړه عمل دی.