ایف ډي اې سازمان جانسن او جانسن واکسین ته اجازه ورکړه

ایف ډي اې سازمان جانسن او جانسن واکسین ته اجازه ورکړه


  • 3 کاله دمخه (28/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1141

 

د امریکا د خوړو او درملو سازمان له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره جانسن او جانسن واکسین ته د رسما اجازه ورکړه او په دې سره امریکا په نړۍ کې لومړنی هیواد شو چې یاد واکسین ته یې اجازه ورکړه.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې دا واکسین به د فایزر او مډرینا شرکتونو له واکسینونو سره یو شان ناروغانو ته ورکول کیږي او په وینا که څه هم مډرینا او فایزر واکسینونه ډیر اغیزمن ثابت شوي خو باید دوه ډوزه وکړل شي، په داسې حال کې چې جانسن او جانسن واکسین یوازې یو ډوز ته اړتیا لري.

ازموینې ښيي چې دا واکسین ۸۵ سلنه د ناروغۍ د سختو نښو راڅرګندیدو مخه نیولی شي.

جانسن او جانسن شرکت ويلي د راتلونکې جولای تر پایه به په ټوله کې د امریکا دولت ته ۱۰۰ میلیون ډوزه واکسین وړاندې کړي.