له تور لیسته د طالبانو د مشرانو ایستل له وخت مخکي دی

له تور لیسته د طالبانو د مشرانو ایستل له وخت مخکي دی


  • 3 کاله دمخه (28/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1353

د بهرنیو چارو وزارت وايي د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیوف د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلي چې د سولې خبرو کې د پام وړ نتیجې ته له رسیدو مخکې له تور لیست څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو لرې کول له وخت مخکې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د روسیې د امنیت شورا له منشي نیکولای پاتروشیوف سره لیدنه کړي او دواړو خواو د جدي مذاکراتو پر يل او افغانانو د ارادې پر اساس یوې سیاسي حل لارې ته پر رسیدو د ټینګار تر څنګ پر دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې پاتروشیوف ویلي د طالبانو بیرته راګرځیدل د منلو نه دي او له تور لیست څخه یې د مشرانو ایستل له وخت مخکې دي.

تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې وو چې روسیه د طالبانو له بیرته راګرځیدو ملاتړ نه کوي او له تور لیست څخه ددغې ډلې د مشرانو د نومونو ایستل د سولې خبرو کې لازم پرمختګ ته اړتیا لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ویلي وو چې د طالبانو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید د ملګروملتونو له بندیزونو څخه ګټه پورته شي.