د بسم الله عادل کورنۍ ته دې عدالت ورکړل شي

د بسم الله عادل کورنۍ ته دې عدالت ورکړل شي


  • 3 کاله دمخه (28/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1036

 

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د غور غږ راډیو د مدیر مسوول بسم الله عادل پر کور د وسله وال برید په اړه خپلې لومړنۍ موندنې خپرې کړې او دغې کورنۍ ته یې د عدالت غوښتنه وکړه.

د یاد کمیسیون د موندنو له مخې د خبریال بسم الله عادل پر کور برید د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان کړی چې له امله یې د عادل د یوې ۱۳ کلنې لور په ګډون د کورنۍ ۳ غړي ووژل شول او د یوې کوچنۍ لور په ګډون یې ۴ تنه ټپیان شول.

د کمیسیون د موندنو پر اساس وسله والو طالبانو د عادل د کورنۍ ۳ غړي ژوندي له ځان سره بیولي دی.

یاد کمیسیون له اړوندو او مسوولو ادارو غوښتي چې دغه پیښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي او د حقایقو په روښانه کیدو سره یې عاملانو ته سزا ورکړل شي.

د تیرې اونۍ د پنجشنبې په شپه وسله والو طالبانو د غور ولایت د مرکز فیروز کوه اړوند تیغه تیموز سیمه کې د بسم الله عادل پر کور برید وکړ چې له امله یې د نوموړي د کورنۍ یو شمیر غړو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا په داسې حال کې ده چې بسم الله عادل د جدې میاشتې په ۱۲ نیټه په فیروز کوه ښار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو او عاملان یې لا هم نه دي نیول شوي، خو څه موده وړاندې د ملي امنیت لوی ریاست اعلان وکړ چې د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بیګ د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمن عطشان او خبریال بسم الله عادل په وژنه کې لاس لري.

عزت الله بیګ له ملي امنیت ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.