غني: د ژوند تر پایه د جمهوریت د پلورلو اجازه نه ورکوم

غني: د ژوند تر پایه د جمهوریت د پلورلو اجازه نه ورکوم


  • 3 کاله دمخه (28/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1273

ولسمشر محمد اشرف غني چې د سولې اعمار او دولت جوړونې تر عنوان لاندې د ځوانانو یوې ناستې ته خبرې کولې ویلي، د ده د سولې په لار نقشه کې یوازې له طالب سره سوله نه ده مطرح، بلکې په وینا یې اړتیا ده چې په دې برخه کې د سیمې او نړۍ له هیوادونو څخه هم قوي ضمانتونه واخیستل شي.

ولسمشر اشرف غني د مؤقت حکومت غوښتنې ته په غبرګون کې وایي، هر جمهوري حکومت موقت حکومت دی، ځکه تر پنځو کلونو ډير دوام نشي کولای، خو وایي اجازه نه ورکوي چې څوک جمهوریت وپلوري.

اشرف غني وایي, طالبانو په تیر یو کال کې افغانستان ته یو میلیارد ډالره زیان اړولی او دی تعارضي سوله نه غواړي چې په پایله کې یې د طالبانو سپین بیرغ د داعش په تور بیرغ بدل شي.

ولسمشر وایي،افغان ځواکونو د جګړې ډګر نه دی بایللی او لا هم پر جنګ ټینګار نه کوي، خو په وینا یې که څوک ورسره جګړه کوي نو سخت ګذار به ورکړي.