پرون د علومو اکاډيمۍ په تالار کې د استاد حبیب الرحمن د اثر «کوچیان» د مخکتنې غونډه وه چې تر دوو سسو زیاتو کسانو په کې برخه اخیستې وه.
ما د دې کتاب د سریزې په پلمه یو څو کرښې لیکلې دي چې دلته یې له دوستانو سره شریکوم:
اوښانو بیا غاړې کږې کړې...
د اوښانو کږې غاړې د افغانستان د کوچیانو د پېچلي، له ننګونو ډک، او له تېرو ویاړونو سره تړلي ژوند ښه سمبول کېدای شي:
- اوښه څه دې سم چې پاتې غاړه؟
- اوښانو بیا غاړې کږې کړې
چې پرې سپرېږي سپينې خولې زېړ پېزوانونه
دغه ولسي متل او لنډۍ له یوې خوا د کوچیانو د اقتصادي-ټولنیز ژوند نامناسب وضعیت او په سیاسي ډګر کې ناکافي حضور تمثیلوي چې د بشري پرمختګ له معیارونو سره ژور واټن لري او له بل لوري یې د ازاد او خپلواک ژوند یو رومانتیک انځور وړاندې کوي خو حقیقت د دغو دواړو متضادو حالتونو تر منځ دی.
انسانانو د خپل اوږده تاریخ ۹۸٪ وخت په کوچ تېر کړی دی خو له هغه وخته چې، شاو خوا دولس زره کاله پخوا یې، بوټي او ژوي اهلي کړي هم دي، یوه برخه انسانان له خپلو مالونو سره پر څړځایونو ګرزي. د همدې وروستیو کلونو شمېرې ښیي چې د ځمکې پر مخ د دېرشو او څلوېښتو ملیونو تر منځ انسانان کوچانی ژوند لري. د دغو دېرشو یا څلوېښتو ملیونو یوه د پام وړ برخه په افغانستان کې دي.
د تاریخ په اوږدو کې کوچیانو، چې د څارویو د روزنې او پالنې تر څنګ یې د ځای-مېشتو انسانانو تر منځ د تولیداتو د تبادلې د اسانولو چارې هم سمبالولې (د ترانسپورت وسایل – اوښان – یې تقریباً په انحصار کې وو او له ځایي خلکو سره یې اړيکې، نسل په نسل، پېیل شوې او کلکې شوې وې). استرالیا ته د افغانانو اوښبنو مهاجرت د دغه انحصار او مهارت ښه بېلګه ده.
د وروستیو دریو پېړیو په اوږدو کې ورو ورو د هېوادونو پولې د يو ډول سیاسي ثبات خواته ولاړې او د انسانانو ټولي یې په نسبتاً تړل شوو کرښو کې را ایسار کړل. له دې تمدنی بدلون سره د کوچیانو د لېږد را لېږد ساحه هم ورو ورو محدوده شوه. د بشري تاریخ په اوږدو کې د شلمې پېړۍ تر نیمایي راوروسته کلونو کې د یو لړ سیاسي، ټولنیزو، نړۍوالو قواعدو او اصولو په مټ د هېوادونو تر منځ پولې لا پسې پخې شوې چې په نتیجه کې یې ډېرې کوچانۍ ټولنې د طبیعي جغرافیایي محدودو پر ځای په سیاسي جغرافیایي محدودو کې بند کړل.
د نړۍوال سیاسي نظام تر څنګه، د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې او خصوصاً د دې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د یو ډول نړۍوال اقتصادي نظام رامنځ ته کېدلو او ودې د هېوادونو تر منځ اړيکې نورې هم بدلې کړې. د تېرو څلوېښتو کالو په ترڅ کې بیا د «نړۍوال کېدلو» (Globalization) مفهوم د نړۍ د ولسونو تر منځ اقتصادي اړیکې په بل مخ واړولې.
له نیولیتک انقلاب (Neolithic Revolution) یا لومړي کرنيز انقلاب (دولس زره کاله پخوا) څخه بیا تر دې وروستیو دوو پېړیو د انسانانو اقتصاد تر ډېره د ځمکې له محصولاتو سره مستقیماً تړلی و(لومړني سکتورونه: کرنه او کانونه). له صنعتي انقلاب (۱۷۶۰ - ۱۸۴۰) راوروسته په تدریج سره صنعتي توليداتو د بشري ژوند نېږدې ټولو برخو ته لار وکړه او ورپسې، په وروستۍ یوه یا یونیمه پېړۍ کې د دویم صنعتي انقلاب له برکته دریم سکتور (خدمات) ورو ورو پراخ شو. که درې سوه کاله پخوا د نړۍ شاوخوا ۹۰٪ وګړو د ځمکې له محصولاتو د خپل ژوند اړتیاوې برابرولې اوس په پرمختللو هېوادونو کې دغه شمېره تر ۱۰٪ ښکته ده.
له همدغو سیاسي (تړل شوو پولو) او اقتصادي (متراکم تولید) حالت سره تړلو سیاسي فکرونو او آیډیالوژيو په رڼا کې د بشري پراختیا ماډلونه جوړ شول او په دغو ماډلونو کې په ناویلې توګه د انسانانو د پرمختیا او وروسته والي معیار له ښاري ژوند سره فاصله و منل شوه. په نتیجه کې د کليوالي سیمو اوسېدونکو ښارونو ته مخه کړه، نیمه-کوچي وګړي کلیو کې مېشت شول او کوچيان اړ شول چې د تقریباً مشخصو څړځایونو ترمنځ، په تقریباً مشخصو لارو تګ راتګ وکړي. جالبه یې دا ده چې زموږ د شاوخوا وګړو په ژبو کې هم د عربي د «بادیه» (دښته) او «بدو» (ابتدا) تر منځ له التباس زېږېدلی مفهومي تغیر هم رامنځ ته شو: «بدوي» یانې د سارا اوسېدونکی په «بدوي» یانې «په لومړني حالت کې پاتې» تعبیر شو او کوچي توب ته یې یوه منفي غوندې صبغه ورکړه (چې په افغانستان کې یو لړ متعصبو کړیو د دغه ناسم، غیر انساني برداشت د خپرولو هڅه هم وکړه).
له بل لوري نړۍوال کېدلو د هغه څه چې «نوی نړۍوال اقتصادي نظام» (New International Economic Order - 1972) بلل کېده، بڼه وربدله کړه او په نړۍوال کلي کې بشري او اقتصادي اړيکې لګیا دي نوي بنسټونه پیدا کوي.
په استرالیا کې چې اوښانو په کې د نوي مدنیت بنسټ جوړ کړ، نېږدې پنځوس کاله کېږي چې اوښانو ته په کې د ملي آفت په سترګه کتل کېږي او د روان ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې به په کې لس زره اوښان د چورلکو په مرسته ووژل شي.
په دې نړۍوال چاپېریال کې که د افغانستان کوچیان له یو لوري له یو ویاړلي تاریخ او د سیمې د اقتصاد د څرخ د ښورولو له څو زره کلنې تجربې سره د یو مدنیت جوړوونکي قشر په توګه د ځان ثابتولو حق لري، له بل لوري د څلوېښت کلنې جګړې په اوږدو کې د هېواد سیاسي-اقتصادي جوړښت دومره بدلون کړی دی چې اوس حتی د کوچیانو شتون هم تر پوښتنې لاندې راتلای شي!
په ټوله کې، له نېږدې یوې پېړۍ راهیسې په افغانستان کې د نفوسو شمېر او ترکیب د یو ټولنپوهنیز مفهوم پر ځای سیاسي اړخ لري.
د کوچیانو په اړه د افغانستان د احصایي او مالوماتو د ملي ادارې څرګندونې خورا په زړه پوري دي. «د كوچـي وګـړو پـه اړونـد بايـد وويـل شــي چـې د ۱۳۵۸ کال را پـه دې خـوا د وګـړو د سرشـمېرنې د نـه تـرسره کېـدو لـه کبلـه کوچـي وګـړي پـه ثابتـه توګـه ۱،۵ مــیليون تنـه پـه پـام کـې نیـول شـوي دي.» په هېواد کې احصاییه یوه همېشنۍ ستونزه ده، خو بیا هم د وګړو د شمېر وده که په منځني ډول ۲،۳٪ ونیسو نو د ۱۳۵۸ یونیم میلیون باید یو څلوېښت کاله وروسته، د هماغه ریاضي فارمول له مخې چې د احصایې او مالوماتو اداره یې د ټول نفوس له پاره کاروي، کم له کمه څلور میلیونو ته رسېدلي وای. د دوه نیم ميلیونو وګړو نفی کول په خپله یوه ستونزه ده چې هم د بشري حقونو له مخې، هم د هېواد د اقتصادي او ټولنیزو واقعیتونو او هم د فرهنګي تنوع د مکلفیتونو په برخه کې د حکومت کړنې اغیزمنوي او په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدلای.
د کوچيانو له ژوند او ټولنیز حیثیت څخه یوه ډله د سیاسي ګټو په خاطر عمداً ناسم تصویر وړاندې کوي او یوه بله ډله بیا د فکري او سیاسي لټۍ له امله ځان په کوچنیو موضوعاتو کې بوخته ساتي او د کوچیانو پر وړاندې خپل تاریخي رسالت سم نه ادا کوي.
په دې شرایطو کې د کوچيانو د ژوند او ژواک او د افغانستان په اقتصاد کې د ځانګړي نقش په اړه د علمي او څېړنیزو کارونو لمن بېخي تشه ده. له بده مرغه دا تشه دومره محسوسه ده چې په دې ډګر کې واړه ګامونه هم ستر ښکاري.
د افغانستان د کوچیانو د ژوند، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي نقش او د راتلونکې په اړه ډېرو «ګڼ مسلکي» (Multidisciplinary) پوهنتوني او علمي څېړنو ته اړتیا ده.
په دې اثر کې د کوچیانو د دودونو، ادبیاتو او ټولنیزو چوړښتونو په اړه د ګټورو مالوماتو تر څنګ د کوچیانو د اقتصادي فعالیت او د هېواد په عمومي اقتصاد کې د هغوی د ونډې په اړه کافي ډېټا راټوله شوې ده چې کولای شي د نوو څېړنو له پاره لارې پرانیزي. دا اثر چې هم د تېرو څېړنو او په لاس کې شته مالوماتو یو دقیق انځور وړاندې کوي او هم د راتلونکو څېړنو له پاره په زړه پورې نوې لارې په ګوته کوي، د هېواد د وروستیو کلونو په علمي-څېړنیزو کارونو کې د پام وړ کار دی.
زه یې په خپل وار ستایم او ليکوال ته یې لا ډېرې بریاوې غواړم.