نادري: که طالبان اوربند وکړي د نورو بندیانو پر خوشې کولو غور کوو.

نادري: که طالبان اوربند وکړي د نورو بندیانو پر خوشې کولو غور کوو.


  • 3 کاله دمخه (01/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1126

افغان حکومت وایي که طالبان اوربند وکړي، نو دوی تیار دي چې دنورو بندیانو پر خوشې کولو غور وکړي.

 

د سولې په چارو کې د دولت وزیر په یوه خبري غونډه کې دخبرو پرمهال ویلي دي دافغانانو تر ټولو ستره هیله دا وه، چې د دبندیانو تر خلاصون وروسته به په افغانستان کې اوربند رامنځ ته کېږي او جګړې به کمېږي.

 

د نوموړي پر وینا یو کال د امریکا او د طالبانو د هوکړې پوره شو، خو افغانانو ته یې هیڅ ګټه نه ده لرلې.

 

سید سعادت منصور نادري همدا راز ټینګار کړی، چې لاهم دافغانانو ستره هیله اوربند دی او که طالبان د بندیانو خلاصون غواړي نو لومړی دې اوربند وکړي.

 

نادري دغه راز زیاتوي چې د دوحې هوکړه افغانانو ته هېڅ مهمه نه وه، ځکه د افغانانو پر ژوند یې هېڅ اغېز نه درلود او جګړې یې کمې نه کړې.

 

د افغان دولت دغه چارواکی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځینو غړو د خپلو نورو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.