ټرمپ: ۲۰۲۴ کال کې پر خپلې نوماندۍ غور کوم

ټرمپ: ۲۰۲۴ کال کې پر خپلې نوماندۍ غور کوم


  • 3 کاله دمخه (01/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1408

د امریکا مخکني ولسمشر ډونلډ ترمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته خپله لومړۍ وینا کې اعلان کړی چې له جمهوریپال ګوند د وتلو او د نوي ګوند جوړولو هوډ نه لري.
ډونالډ ټرمپ د فلوریډا ایالت اورلانډو ښار کې د محافظه کارو یو کنفرانس ته په خبرو کې دا هم وویل چې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته پر خپلې احتمالي نوماندۍ غور کوي.
ټرمپ یو ځل بیا پر خپل ځایناستي جو بایډن هم نیوکې وکړې او وویل چې بایډن د مخکني حکومت سیاست له ټولو لومړۍ امریکا څخه تر ټولو وروستۍ امریکا ته بدل کړی دی.
هغه  دا ادعا هم وکړه چې ګواکې د امریکا د ولسمشرۍ معاصر تاریخ کې د جو بایډن لومړۍ میاشت تر ټولو ناورین زېږدونکې وه.
بایډن واک ته له رسېدو راهیسې د اجرایي فرمانونو په وسیله د ډونلډ ټرمپ لخوا ګڼې شوې پرېکړې بېرته لغوه کړې.