ملي دفاع وزارت وایي د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اړوند افغانیه دره کې د القاعده شبکې ۱۶ پاکستاني غړي وژل شوي.
ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وایي د القاعده شبکې دغه پاکستاني غړي د افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د ۱۶ پاکستانیانو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور وسله وال طالبان ټپیان شوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې ددغو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او د یادې ولسوالۍ څو کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.