د افغان ستوري راشد خان ارمان ژوند او لوبې

د افغان ستوري راشد خان ارمان ژوند او لوبې


  • 3 کاله دمخه (01/03/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1874

 

راشد خان د افغانستان په ننګرهار ولایت کې زیږیدلی او اوس مهال ۲۲ کاله عمر لري. ده د لومړي ځل لپاره په کوزه پښتونخوا کې د کرکټ پیل وکړ او له هغې وروسته دا دی اوس نړیوال ستوری شو. هغه وخت له ده سره د کرکټ په کولو کورنۍ خوښه نه وه؛ خو ده له کرکټ سره د بې سارې مینې له کبله په پټه کرکټ شروع کړ او تر دې ځایه را ورسید .

د راشد خان نړیوال کېدل دده په خوارۍ او زیار پورې تړلي دي؛ ځکه دا یو هوښیار او خواریکښ بالر دی. دده ملګری او د افغانستان د کورني کرکټ ځلانده ستوری باطن شاه عبدالرحیمزی وايي، کله چې راشد خان په ننګرهار ولایت کې کرکټ پیل کړ؛ نو له ده څخه یې غوښتنه وکړه تر څو په ننګرهار ولایتي لوبډله کې یې داخل کړي او مخ ته لاړ شي، خو هغه وخت دی په ننګرهار ولایتي لوبډله کې داخل نه شو او د کوچیانو لوبډلې سره یې د یو توپ وهونکي په صفت لوبې شروع کړې. ده ډیره په زړه پورې توپ وهنه کوله او د توپ وهنې تر څنګ یې لیګ بریک توپ اچونه هم کوله، خو ډېر کار یې په توپ وهنه وو او دغه برخه یې هغه وخت د اوس په څېر بډایه وه.

کله چې راشد خان  د کوچیانو په لوبډله کې لوبیده او ولایتي لوبې یې تر سره کولې نو په کور دننه یې د کرکټ د مسوولینو پام ځان ته ور واړوه او ۱۹ کلنه ملي لوبډله کې انتخاب شو. ده د لومړي ځل لپاره پاکستان کې د پاکستان خلاف د خپل هېواد افغانستان استازیتوب وکړ او خورا ښه وځلېد. د راشد خان له ځلېدو وروسته دده کورنۍ ته خلکو د راشد د ښې لوبې مبارکیانې ورکولې او کورنۍ یې هم ډېره خوښه وه چې راشد اوس په نړیوالو میدانونو کې ښه ځلیږي.

له هغې وروسته د ده بخت بیداره شو او په لوبډله کې یې ځای پوښ شو. کله چې به هم ۱۹ ملي لوبډله په کوم سفر وتله؛ نو راشد به یې برخه وال وو او په لوبډله کې به  حتماً انتخابیده. دده توپ اچونه بیخي مشهوره شوه او دا زمینه ورته برابره شوه، چې په ملي لوبډله کې انتخاب شي.

راشد خان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د زمبابوې خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه وکړه او وروستۍ هغه یې په ۲۰۲۰ کال کې د ایرلینډ خلاف ګریټر نویدا لوبغالي کې وه. د راشد لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه هم د زمبابوې خلاف په ۲۰۱۵ کال کې وه او وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه یې د ایرلینډ خلاف په ۲۰۲۱ کال ابوظبۍ کې وه.

ده د افغانستان لپاره ټیسټ کرکټ هم ترسره کړی دی.  راشد لومړۍ ټیسټ لوبه د هندوستان خلاف په ۲۰۱۸ میلادي کال کې وکړه او وروستۍ هغه یې په ۲۰۱۹ کال کې د ویسټنډیز خلاف وه.

راشد خان اوس مهال د افغانستان لپاره ۴۸ شل اوریزې، ۷۴ پنځوس اوریزې او څلور ټیسټ لوبې کړي دي.

په شل اوریزو لوبو کې یې تر دا مهاله د افغانستان لپاره ټولې ۱۶۳ منډې جوړې کړي چې په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۳۳ دي. راشد خان چې په توپ اچونه کې په نړیوالو میدانونو کې راج چلوي او ګوګلي ماسټر دی په ۴۸  شل اوریزو لوبو کې ۸۹ ویکټې هم اخیستې دي، چې غوره توپ اچونه یې په یوه لوبه کې د ۵ لوبغاړو سوځول او درې منډې ورکول دي.

راشد خان په پنځوس اوریزو لوبو کې تر دا مهاله په ۷۴ لوبو کې ۱۰۰۸ منډې جوړې کړي، چې پنځه په کې پنځوسېزې شاملې دي او سليزه یې تر اوسه نه ده وهلې. په یو ورځینیو لوبو کې یې په لوبه کې تر ټولو زیاتې منډې ۶۰ دي چې ناسوځېدلی پاتې شوی دی.

راشد په ۷۴ پنځوس اوریزو سیالیو کې ۱۴۰ ویکټې اخیستي، چې غوره توپ اچونه یې په یوه لوبه کې د ویسټنډیز خلاف د ۱۸ منډو ورکول او د اوه لوبغاړو سوځول دي.

په څلورو ټیسټ لوبو کې یې تر اوسه ۱۰۶ منډې جوړې کړي دي او یوه پنځوسیزه لري. تر ټولو زیات منډې یې په یوه لوبه کې ۵۱ دي. ټیسټ لوبو کې یې تر اوسه ۲۳ لوبغاړي هم سوځولي دي او په یوه لوبه کې یې د ۴۹ منډو په ورکړې د شپږو لوبغاړو سوځول غوره توپ اچونه ده.

په راشد نړیوال لیګونه هم ښایسته دي او د نړۍ په هر لیګ کې لوبیږي، چې خورا ګټور د خپلو لوبډلو لپاره تمام شوی دی. راشد خان د افغانستان د لوبو په شمول تر اوسه په نړیوالو لیګونو کې ۲۴۹ شل اوریزې لوبې کړي دي، چې په دغو لوبو کې ۱۰۶۲ منډې لري او په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۵۶ ناسوځېدلي دي. په دغو لوبو کې یې ۳۴۴ ویکټې هم اخیستې دي او غوره توپ اچونه یې د درې منډو په ورکړې د پنځه لوبغاړو سوځول دي.

راشد تر اوسه پورې درې ځلي درې درې ویکټې یا هټریکونه ترسره کړي دي.

ده لومړۍ هټریک د ویسټنډیز په کورنیو لوبو کارابین پریمیرلیګ کې ترسره کړی دی، دوهم هغه یې د ایرلینډ خلاف لوبو کې هندوستان کې ترسره کړ او دریم هټریک یې د اسټرالیا په کورنیو تجارتي لوبو بیګ باش کې تر سره کړی دی.

راشد خان لا ځوان دی او د لا لاسته راوړنو تمه ترې کېدلی شي.