د ګني حيرانونکې طبي ګټې

د ګني حيرانونکې طبي ګټې


  • 3 کاله دمخه (01/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1958

 د ګني شربت (جوس) د سينې سرطان او د انسان د بدن غړو ته د مقاومت ځواک ورکوي.

په اسيايي هېوادونو کې ګنی نه يوازې له مالي پلوه بلکې د روغتيايي چارو په برخه کې هم ډېر زيات ګټور تماميدی شي.

د ګني شربت ( جوس) راز راز انرژۍ لري.

ګني په ټوليز ډول زموږ په روغتيا باندې مثبت اغېزه غورځولی شي.

اوس موږ تاسو ته د ګني شبرت ( جوس) ځیني ګټورې برخې درپيژنو.

ګنی د نيم سيري، د ستوني خارښت او زوکام لپاره هم يوه ډېره ګټوره کورنۍ درملنه ده.

کله چې انسان باندې تبه راشي نو ډاکټران هم ناروغ ته د ګني شربت (جوس) د ورکولو لارښوونه کوي.

هغه ناروغان چې د ژېړي یا يرقان په ناروغۍ اخته دي د ګني شربت ورته له اکسيرو کم نه دي، ځکه چې دا د بدن ګلوکوز لوړوي او د ناروغ د بدن د پوستکي په ښکلا کې مهم رول لري.

ګنی د هاضمې او د قبض لپاره ګټه ور درمل دی.

ګنی سوکروس نامي شکر زېږنده ده، چې په قدرتي ډول د زخمونو په تداوۍ کې ګټور ثابت شوی دی، او له دې نه علاوه د شکر یا شوګر د لوړوالې سلنه هم زياتوي.

ګنی د زړه د ناروغانو ساتونکی دی او د بدن د کوليسټرول د لوړېدو مخه نيسي.

ګنی د سوزک ناروغۍ لپاره مهم درمل ګڼل کيږي.

ګنی يوه پيچلۍ برخه لري چې د انسان د غړو او د سينې د سرطان مقابل کې مقاومت ښيي.

په ګني کې کلسيم او تيز قدرت لرونکي مواد شته چې د هډوکو په ټينګښت کې مهم رول لري.

څوک چې د وينې کمښت لري هغه بايد د ګني شبرت وڅکي ځکه چې په ګني کې په پراخ ډول اوسپنه شته.

بېلا بېلو څيړنو دا څرګنده کړې، چې د ګني شبرت ( جوس) ینه او د پښتورکو لپاره ډېر ګټه ور دی او دا په قدرتي ډول سره د ینې او د پښتورکو پاک والي سره د هغوي ځواک هم زياتيږي.

له ګني څخه جوړه شوې ګوړه هم اوسپنه لري، او دا څرګنده ده چې د انسان بدن ته اوسپنه ډېره اړينه ده، ځکه چې له اوسپنې له شتون سره د انسان بدن کې د وينې کمښت نه راځي.

د انسان بدن ته د مايکرونيوټرنټس ته ضرورت دی، او له دې امله انسان په شعوري او روحي ډول سره يو کار پای ته رسولی شي، او ګوړه د يوه داسې مايکرونيوټرنټس څخه برخمنه ده.