حامد کرزی: د سولې خبرو کې بهانې د منلو نه دی

حامد کرزی: د سولې خبرو کې بهانې د منلو نه دی


  • 3 کاله دمخه (01/03/2021)
  • عارف سمیر
  • 965

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزی نن، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.

د کرزي له فیسبوک پاڼې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغان سولې پروسې پر چټکتیا خبرې وکړې.

حامد کرزي په دې لیدنه کې د سولې بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې سوله د هر افغان مسلم حق دی او په دغه برخه کې بهانې د منلو نه دي.

نوموړي ویلي، چې نور باید د سولې خبرو لپاره د خنډونو په رامنځته کولو فکر ونشي او دواړه لوري باید ژر ترژره یوې دایمې سولې ته ورسیږې.

باید یاده شي، چې د بایډن له واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د خلیلزاد کابل ته په یو رسمي سفر ځي.