له مس عینک څخه 2500 قلمه موندل شوي اثار کابل ته راوړل شول.

له مس عینک څخه 2500 قلمه موندل شوي اثار کابل ته راوړل شول.


  • 3 کاله دمخه (02/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1080

دافغانستان داطلاعات او کلتور وزارت وایي، دلوګر له مس عینک کان څخه شاوخوا 2500 قلمه موندل شوي اثار کابل ته راوړل شول.

 

دیاد وزارت ویاند صابر مومند وایي، د لوګر له مس عینک څخه شاوخوا 2500 قلمه اثار کابل ته انتقال شوي دي. په دغو اثارو کې 500 یې هغه اثار دي چې خټین او مسي لوښي دي او باقي یې ټولې سکې دي.

 

ښاغلی مومند وايي، موندل شوي لرغوني لوښي ملي موزیم ته لېږدول شوي او پاتې 2000 اثار چې سکې دي، د لرغونپوهنې ریاست ته وړل شوي، چې په لابراتوار کې تر مسلکي پاککارۍ وروسته به ملي موزیم ته وسپارل شي.

 

باید یاده شي، چې په هېواد کې روانو جګړو دنورو برخو سربېره تاریخي او فرهنګي اثار هم زیانمن کړي، چې اوسمهال داطلاعات او کلتور وزارت دځینو تاریخي او فرهنګي اثارو دبیا ترمیم او موندلو هڅه کوي.