ملي دفاع وزارت وایي افغان کمانډو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو یو ستر پوځي مرکز نیولی.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کمانډو ځواکونو په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو دغه مرکز چې د قوماندانۍ، خیتځ زون په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت کې د ترهګریزو بریدونو د طرحه کولو د مرکز په توګه یې ترې ګټه پورته کوله نیولی دی.
د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې افغان کمانډو ځواکونو د وسله والو یوه اندازه وسلې، مهمات او دغه راز نشه يي توکي هم نیولی او یاد مرکز ته یې اور اچولی دی.
تر دې وړاندې لوړپوړو امنیتي چارواکو ویلي وو چې طالبانو په هلمند او کندهار کې له ماتې وروسته په ننګرهار ولایت کې د ځینو سیمو په نا امنه کولو او نیولو تمرکز کړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.