د PSL دوام؛ اسلام اباد کویټې لوبډلې ته په اسانۍ ماتې ورکړه.

د PSL دوام؛ اسلام اباد کویټې لوبډلې ته په اسانۍ ماتې ورکړه.


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1618

دغه لوبه چې پرون د مارچ په دوهمه نېټه ماښام شپږ بجې پیل شوه، پچه په کې د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

 

کویټه ګلاډییټورز لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې او د ۱۵۷ منډو هدف یې اسلام اباد لوبډلې ته کېښود.

 

د کویټې لوبډلې لپاره محمد نواز ۳۱، بین کټینګ ۲۳ او لوبډلمشر سرفراز احمد ۵۴ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

 

اسلام اباد لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره په ۱۷ اورونو کې پوره کړ او په ۶ ویکټو او ۱۸ توپونو یې کویټې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

د اسلام اباد لپاره تر ټولو زیاتې منډې پاول سټرلینګ ۵۶ جوړې کړې.

 

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه فهیم اشرف ته ورکول شوه، چې په څلورو اورونو کې یې ۱۱ منډې ورکړې وې او درې لوبغاړي یې سوځولي ول.

د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې نن دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه د کراچۍ کینګز او پېښور زلمي لوبډلې تر منځ ماسپښین او ماښام شپږ بجې بیا ملتان سلطان له کویټې لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.