شعر دسولې اوجګړې په دوه لاره کې

شعر دسولې اوجګړې په دوه لاره کې


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • محمد عليم بسمل
  • 2140

کاشکې زه په ایتهنز کې دنیاته نه وای راغلای ، په عجم ، بربر ، یا بل داسې هیواد کې پیدا شوی وای ، دکوم ځای خلک چې زما دوطن له خلکونه زړور ، باهمته ، اودیونان له علم اوحکمته ناخبره دي ، دا حالت ماته له دغه حالته ډیر غوره دی چې دوه تنه خپل منځ کې لږیا وي او زما په اړه وايي چې دغه سړی دایتهنز اوسېدونکی دی ، دکوم ځای خلک چې دسیلمس له جګړې نه تښتېدلي دي . عزیزانو شابئ! له دښمنانو انتقام واخلئ! دغه شرم اوپيغورله ځانه لرې کړئ ...

پورته کرښې دیونان د شاعر (سولن) دشعر ژباړه ده ، چې دخپل هیواد خلک یې دسیلمس په نامهٔ دیوهٔ‎ ټاټوبي جګړې ته راپارول ، 

دشعر دتاثیر په تاریخ کې ډېرې داسې کیسې شته چې شاعرانو خلک جګړې ته هڅولي وي ، اویایې په شعرسره جګړه ماران ، اودجګړې اور نورهم ګرم کړی وي .

دسولن پورتنی نظم الطاف حسین حالي دشعر اوشاعرۍ په مقدمه کې نقل کړی ، حالي په خپل مشهوره اثر (مقدمه یې شعروشاعري) کې وايي چې دشعر تاثیر یومنل شوی حقیقت دی دخپلې یادې مدعي په اثبات کې یې له تاریخه ‌ډیرې کیسې نقل کړي چې یوه یې دسولن کیسه ده ، کله چې دایتهنز په خلکو باندې جګړه وغمېده ، دومره ترې متنفره شول چې با الآخره یې په دې خبره باندې پرېکړه وکړه چې هرچادجګړې نوم واخست باید ووژل شي ، سولن په غیرت کې راغی ځان یې په لیونتوب واچاو کله چې داخبره په خلکو کې مشهوره شوه چې سولن لیونی شوی ، په غاړه کې یې رسۍ ، اوپه سریې څادر واچاو یوې غونډۍ ته وخوت کله چې خلک راټول شول خپل پورتنۍ نظم یې واو راوو ، د دې نظم په اورېدلو سره بیاپه خلکوکې جذبه پیداشوه

د کب نیونکوپه بیړۍ کې څپاره شول اودسېلمس ټاټوبی یې فتحه کړ،حالي چې د شعر دتاثير په اړه کومې کیسې لیکلې ډیرې داسې کیسې دي چې شاعرخلک جګړې ته راپارولي دي ، له دې خبرو نه زما مطلب دادی چې شعر دجګړو داور دګرمولو ذریعه ده ، نه دسولې ، زما ددې مدعي یو دلیل تاریخ دی ، تاریخ ته چې موږګورو داسې کیسې دنشت په حساب دي چې دشعر په ژبه خلک سولې ته رابلل شوي وي ، ا وبیایې داسې مثبت تاثیر کړی وي لکه دجګړې لپاره چې ویل شوي او دشعرویونکي په خپله موخه کې بریالي شوي دي ، دعلامه شبلي سیرت النبي مو که مومطالعه کړی وي ، داخبره به مو له سترګوتېره شوي وي چې داحد غزاته خلک هغو شاعرانو وهڅول چې په بدر کې خپلوان وژل شوي ؤ ، دوی دهغوی وارثانوته شعرونه اومرثیې وویلې .. حضرت معاویه رضی الله عنه وايي : زه دصفین په جګړه له تېښتې نه لاندې بیتونو راوګرځولم 

 

ابت لي عفتي ، وابی بلايي ــ واخذی الحمد باالثمن الربیح

واکراهی علی المکروه نفسی ــ وضربی هامة البطل المشیح

وقولي کلما جشاتَ وجاشت ــ مکانک تحمدي اوتستریحي

 

که داسلام ، او نړۍ له تاریخه تېرشو او لنډ دخپل وطن تاریخ ته راشو ، دلته له سړي نه بیخي لار ورکه شي چې آیا دپښتو شعر له حماسې زیږدلای که حماسه له پښتو نه  

زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته 

په هند و سند و پرتخابر بل په زابل نشته 

ترما اتل نشته 

لنډۍ چې دپښتوژبې ځانګړی صنف دی ، چې کله غواړې خبرې ورباندې وکړې دملالې ټپه به دې ذهن ته راځي ، او ملالې داټپه جنګ ته ویلې 

که په میوند کې شهید نشوې

خدایګو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

 

خوشحال خان چې موږ یې په نثر ، اونظم کې څاری نه منو چې کله یې دیوان قت کړې داسې احساس به کوې لکه له افغانستانه چې راغلی یې ، داچې حماسه په هره ژبه کې دادبیاتو یوه برخه تشکیلوي ، پس له دې به دې خبرې ضرورت نه وي چې سړی ووایي شعر څومره جنګ ته ورنزدې دی

دسولې لپاره اوس هم خلک شعرونه ليکې ، اوپخوایې هم لیکل او هڅه به هم شوي وي چې دشعر په وسیله سوله راشي ، اودوه ښکیلې ډلې پخلا شي ، خو که یې داسې قوي تاثیر کړی وی په دې میدان کې به هم دسلن ، او ملالې غوندې کېسې دتاریخ په حافظه کې خوندي وای