محب : د سولې هره طرح چې وړاندې کیږي باید نړیوال تضمین ولري

محب : د سولې هره طرح چې وړاندې کیږي باید نړیوال تضمین ولري


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1146

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په هدف له جوړ شوي نندارتون څخه د لیدنې پرمهال خبریالانو ته وویل، سوله یوازې په خبرو او ژمنو نه راځي، بلکې د دې کار لپاره اړتیا ده چې طالبان او نړیواله ټولنه قوي ضمانتونه ورکړي.  

نوموړی وایي، د سولې لپاره چې هره طرح وړاندې کیږي، باید نړیوال تضمینونه ولري.

حمدالله محب وایي،افغان ځواکونو په تیر یو کال کې شاوخوا زر عملیات د دې له امله لغوه کړي چې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښته، خو په وینا یې برعکس طالبان د جنګ هیڅ اصل هم په پام کې نه نیسي.

حمدالله محب وایي، هر هغه څوک چې له طالبانو سره مخالف فکر ولري، د هغوي لپاره هدف دی او له منځه یې وړي.

حمدالله محب داسې مهال د سولې په برخه کې پر نړیوال تضمین ټینګار لري، چې ویل کیږي امریکا د افغان سولې په تړاو افغان حکومت ته یوه نوې طرح سپارلې ده.