ترکیه: د S-400 سیستم له پېرلو لاس نه اخلو.

ترکیه: د S-400 سیستم له پېرلو لاس نه اخلو.


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 919

 

تازه د ترکیې هېواد دامریکا بندیزونه بابېزه ګڼلي او له روسیې هېواد څخه د S-400 سیستم د پېرلو اراده لري. دیاد هېواد د دفاعي صنایعو ادارې ویاند اسماعیل دمیر ویلي چې د امریکا له لوري پر ترکیې د کاتسا په نامه بندیزونه بې اغېزې وو.

 

هغه ویلي دوی به د خپلو پولو د امنیت خوندیتوب لپاره د ایس څلور سوه دفاعي سیسټم دویمه برخه هم وپېري. نوموړي زیاته کړې، چې که چېرته امریکا فکر کوي چې دوی به تر خپلو فشارونو لاندې د دغه سیسټم له پېرلو راوګرځوي، نو تېروتنه کوي. 

 

هغه د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې دوی به د خپلو پولو د امنیت او له دښمن سره د اغېزمنې مبارزې لپاره د ایس-400 دفاعي سیسټم له اخیستلو لاس پر سر نه شي.

 

دمیر زیاته کړې چې دوی له روسیې سره په خبرو بوخت دي څو د دغه سیسټم دپېرلو چارې پای ته ورسوي.

 

باید یاده شي، چې دترکیې او امریکا ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې ترکیې امریکا په تېرې ناکامې کودتا کې، چې په ترکیه کې د اوسني حکومت دړنګولو لپاره ترسره شوه په لاس لرلو تورنه کړه.