حنیف اتمر: د افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع مهمه ده.

حنیف اتمر: د افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع مهمه ده.


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1696

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره کتلي دي.

 

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې څرګندوي، چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغان سولې پروسې پر ورستیو تحولاتو، پرمختګونو، ننګونو او د واشنګټن لخوا د طالبانو د ژمنو بیا کتنې په اړه خبرې اترې کړي دي.

 

د سرچینې په خبره، حنیف اتمر د خلیل زاد له راتګ څخه هرکلی کړی دی، نوموړي د امریکا د ګډو هڅو ستاینه کړې او د سولې پروسې لپاره یې د سیمې او نړۍ پر ملاتړ ټینګار کړی دی. 

 

د سرچینې په حواله، چې خلیل زاد د سولې پروسه کې د سیمې د هېوادونو رول مهم بللی دی او په دغه هېواد کې یې د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا ډاډ ورکړی دی.