د شهیدو سرتېرو کورنیو ته نومرې ورکول کېږي.

د شهیدو سرتېرو کورنیو ته نومرې ورکول کېږي.


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1218

ولسمشر غني نن مازدیګر په یوه غونډه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې د لس زره نمرو د وېش پر څرنګوالي خبرې اترې کړي دي.

 

ارګ په یوه اعلامیه کې وایي، چې په دې غونډه کې لومړي مرستیال امرالله صالح، د کابل والي، محمد یعقوب حیدري او د کابل ښاروال، محمد داوود سلطانزی هم برخه لرله.

 

د ارګ د اعلامیې له مخې، امرالله صالح ویلي، چې د شهیدو شویو ځواکونو کورنیو ته په اتفاق ښارګوټي کې د استوګنې ۱۰ زره نمرې د وېش لپاره اماده دي. 

 

سرچینه وایي، د کابل والي، محمد یعقوب حیدري ویلي، چې پر یوې برنامې کار کوي، چې له مخې به یې د دغو شهیدو شویو سرتېرو کورنیو ته د استوګنې داسې ځایونه تثیت کړي چې ټولې لازمې اسانتیاوې ولري.

 

د سرچینې په حواله، د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی ویلي، چې د کابل ښار یو شمېر ناحیو کې د دغو شهیدو شویو سرتېرو کورنیو ته د وېش لپاره يوه اندازه استوګنيزې نمرې تثبیت کړي.

 

ولسمشر غني ویلي، چې د دغو شهیدو شویو سرتېرو کورنیو ته به ۱۴۰۰ کال کې د استوګنې ځمکو وېش پیل کړي.