زمبابوې ولې افغانستان مات کړ؟

زمبابوې ولې افغانستان مات کړ؟


  • 3 کاله دمخه (04/03/2021)
  • جعفر هاند
  • 1585

په انګلند کې د ۲۰۱۹ د کرکټ‌ په نړیوال جام کې پر بنګله دېش د لوبې له بایللو وروسته مې په خبري کنفرانس کې له کپتان ګلبدین نایب څخه وپوښتل: افغانستان لوبې بایلي، اخر د دغو ماتو مسولیت د چا په غاړه دی؟ سړي وویل: که هېڅوک یې نه اخلي، زه کپتان یم زه یې مسولیت اخلم. د دغو خبرو ویدیو اوس هم راسره شته. 

دا خبره مې پر زمبابوې د ټست لوبې له بایللو وروسته د کپتان اصغر افغان په خبرو پورې وکړه. هغه وویل: دا لوبه مو ځکه وبایلله چې د ویزو ستونزه وه، نیم ټیم کابل او نیم اماراتو کې و، سمه امادګي مو نه ونیوله. 

زما معلومات دا دي چې اصغر افغان او ځينې نور سینر لوبغاړي له جنورۍ راهېسې اماراتو کې وو، د بورد په مصرف یې تمرینونه کول؟ ولې مو بېټېنګ ونشو کړای؟ 

په دومره ساده ډول له مسولیت څخه اوږې سپکول عجیب دي؟ 

د پچ معلومول او اروزل د چا کار دی؟

د ټیم ټاکل او په اړه یې تصمیم نیول د چا کار دی؟

د بېټېنګ ارډر تنظیم د چا کار دی؟

د ۱۱ لوبغاړو ټاکل د چا کار دی؟

د دغو کارونو ډېر مسولیت چاته مخامخ دی؟

د هر کپتان اول هدف د لوبو ګټل وي. کپتاني ویاړلې دنده ده خو مسولیت یې هم دروند دی، دا په دې مانا نه ده چې لوبې ګټي، نوش جان، خو چې و دې بایلله، د دې په ځای چې خپلې تېروتنې ومنې او د تېروتنو د تکرار د مخنیوي پلان جوړ کړي، برعکس ملامتي له ځانه لېرې کړي. زه دا خبرې عمومي کوم، هدف مې احمد او محمود نه دي، هر څوک چې د افغانستان د ټیم کپتان وي، د خپل هېواد د لوبډلې د هر بري او ماتې مسول دی. که هغه هر څوک وي.  کپتان باید داسې وي چې د مخالف ټیم ډېر فشار کنترول کړي. مشر او رهبر وي. ټیم ته مورال ورکړي، په خپله په لوبه کې مهمه ونډه ولري، حالت د خپل ټیم په ګټه وکاروي، ستراتیژیست وي، تیز فکر ولري، د لوبغاړو په انتخاب کې مخلص وی،  بصیرت ولري او د نورو لوبغاړو لپاره بهترینه نمونه وي.

زموږ کپتان تر دې دمه پنځه ټست لوبې کړي دي او په نهو انېنګزونو کې ۲۷۶ منډې کړي او لا سنچري نلري؟

د اس پي ان د معلوماتو په اساس ۲۸ فرسټ کلاس لوبې یې کړي او لومړی فرسټ کلاس لوبه یې آن په ۲۰۰۹ کې د زمبابوې د الف ټیم خلاف کړې او په نهو منډو اوټ شوی دی. او له زمبابوې سره یې دا تازه ټسټ لوبه کې په دوو انېنګزونو کې  ۳۰ منډې ونکړې. 

زموږ د کپتان بېټېنګ ارډر لا هم معلوم نه دی، کله درېیم، کله پنځم او کله اووم راوځي. یو ځل خو اوپنر هم وتلی و.

له زمبابوې سره په اوم نمبر میدان ته راښکته شو او نوي ځوان چې اوله لوبه یې وه، تر ځان مخکې میدان ته واستوه. د کرکټ مبصر مشتاق رحیم لیکلي چې اصغر افغان ځکه دا ځوانان تر ځان مخکې واستول چې په خپله داسې وخت کې میدان ته راووځي چې بال ښه زوړ وي او بیا دی اسان بېټېنګ وکړای شي. 

ښه، تر فشار لاندې سخت حالت کې سینر لوبغاړي او په خاص ډول کپتان ښه حالت کنترولولی شي که هغه ځوان لوبغاړی چې اوله لوبه یې وي؟ 

بیا هم هماغه پوښتنه، د دغو پرېکړو مسول څوک دي او څوک یې باید ځواب ووايي؟

زموږ کپتان شاوخوا ۱۱۴ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي، خو اوریج یې شاوخوا ۲۵ دی؟ تاسو یې د بنګله دېش، سریلانکا، پاکستان او هند له کپتانانو سره مقایسه کړئ.

که د افغانستان په نورو لوبو کې د ځینو مشخصو لوبغاړو پرفارمنس او کارکردګي نه وي، فکر نکړم چې موږ دې ډېرې لوبې وګټو. زمبابوې سره یې ټست ښه مثال دی.