تر طالب بې خونده لوخی نشته!

تر طالب بې خونده لوخی نشته!


  • 3 کاله دمخه (04/03/2021)
  • هلمند ياد
  • 1821

په نړۍ کې به د طالب نه ارزان ترين فوځ بل نه وي. هغه ځکه:

- لباس نه غواړي، ځکه پخپلو سپږنو کاليو کې مياشتې او کلونه تېروي.

- ډوډۍ نه غواړي، په وظيفو او خېراتو وخت تېروي.

- معاش نه غواړي، خپل اولاد او ځان يې په لوږه، تنده، بې کورۍ، بې سوادۍ او فقر کې تباه کړ.

- پوسته او قرارگاه نه غواړي، ځکه په مسجدونو، د خلکو په کورونو، غرونو او دشتو کې ستړې شپې او ورځې تېروي.

- د وسلو او ماتو گوډو لگښتونو لپاره د خلکو چاندې او عشر په زور راټولوي او د خپل بادار په لپه کې يې وراچوي.

- د مورال او جذبې لپاره يې هیڅ لگښت ته اړتيا نشته. دخدای په فظل ټول د دين او عقيدې له اړخه ړانده، کاڼه او بېسواده راټول شوي او د خپلې افسانوي عقيدې لپاره جنگېږي.

 

سوله د کافر سره او جگړه د افغان مظلوم بچي سره. دا هغه کافر دی چې ستا جوړ نظام يې در ړنگ کړ، ستا ټول مشران يې درووژل او په نړۍ کې يې ته تروريست او وحشي معرفي کړې. دا هغه کافر دی چې ستا په مشرانو يې د گوانتنامو محبس ډک کړ، دا هغه کافر دی چې ستا مشران يې په باگرام کې په سپيو وداړل.

 

گټه د پاکستان لپاره او جگړه د افغان مظلوم بچي سره. دا هغه پاکستان دی چې همدې امريکا ته يې ستا د ويجاړولو لپاره لاره ورکړه، دا هغه پاکستان دی چې ستا د هر مشر ادرس يې ورکړ، دا هغه پاکستان دی چې ستا مشران او ديپلوماتان يې بربنډ او لاس تړلي همدې امريکايانو ته ورتسليم کړل او دا هغه پاکستان دی چې ستا د ځپلو لپاره يې د امريکا او نړۍ څخه مرستې واخيستې او ته يې په شته وطن او نظام کې بې کوره او د غرونو جنگيالی کړې.

 

زما د واک په گدۍ ناست واکداران هم د اسمان پرېښتې نه دي. په دوي کې زياتره تر تا بد تر ددې اولس د وينو سوداگر او د پرديو لاس پوڅي دي.

 

مونږ افغانان د سولې مخالف نه يو، بلکې سوله زمونږ ارمان دی هغه که د هر چا سره وي. خو نه چې د کاغذ په مخ د يو څو شرطونو د ليکلو په ډول وي. سوله عقيده غواړي او نه شرطونه. 

په پاي کې دا هم واوره چې د امريکايانو او پاکستان په نظر نه ته له اوله کومه لويه قوه وې او نه اوس يې. ستا ټول حکومت د امريکايانو په مقابل کې د يوې هفتې جگړې توان هم ونلره نو اوس له کومه يو قدرت شوې؟ وو دا سمه ده چې ته اوس يو ځل بيا د امريکايانو د سطرنج يوه دانه کرځې او هغوي دې نړۍ ته د يوه قدرت په شکل پېژني او که وخت يې راغئ بيا به دې هومره وځپي لکه پخوا. مگر افسوس چې ستا ددې ارزانې جگړې قرباني به د افغان مظلوم اولس او دا خوار وطن شي.