د امریکې له نوې طرحې سره د حکومت مخالفت؛ ګټه که تاوان؟

د امریکې له نوې طرحې سره د حکومت مخالفت؛ ګټه که تاوان؟


  • 3 کاله دمخه (04/03/2021)
  • یوسف یوسفزی
  • 1875

افغان‌حکومت ته په‌کار ده، چې نور د امریکې او خلیل‌زاد له طرحې سره د موافقت لارې ولټوي. مقاومت یې نور د تاوان اړخ ته کشوي.

امریکې په ټول‌شموله حکومت یوناما او ملګري ملتونه هم راضي کړي.

حکومت دومره انرژي او ځواک چې پر مخالفت مصرفوي؛ نیم یې پر موافقت او لارو چارو یې ولګوي. نتیجه ترلاسه کولی شو.

ښکاري، چې نه جمهوریت او نه امارت منل کېږي. نو منځ‌ګړي لارې ته کتل بیا هم هماغه خبره ده، چې جمهوریت به نه‌کېږي.

تر اوسه د سولې په برخه کې یو دریځ نه‌دی رامنځ ته شوی.

نړۍوال یو څه وايي، ټالب بل او حکومت بیخي بلې ګوتې ته زور ورکوي.

دغه مذاکرات چې څومره اوږد شي، زموږ په زیان تمامیږي.

هېڅ هېواد مو په ګټه نه‌غږېږي.

روسیه کله د ټالب خواته زور وکړي کله حکومت طرف ته، خو نتیجه یې موږ ته شرارت دی.

روسیې د ټالبانو خوا د پاکستان په خوله ونیوله.

ځکه امریکې ورته شا کړې وه.

اوس دموکراټان راغلل او جوبایدن د توافق خوا بل اړخ ته کړ.

روسیه د ټرامپ سره جوړه وه، ‌‌‌‌‌‌‌ډيموکراټان یې بېړه غرقوي. دې ته مو هم باید پام وي، چې لېول نور نه‌شو ساتلی. توله د امریکې او روسیې سره خرابه شوې. د ټرامپ دوران تېر شو.

مسکو کله چې د خلیل‌زاد له اصلي جزیاتو او د ټرمپ او ټالبانو د توافق د تغیر څخه خبر شو، نو ټينګ مخالفت یې وکړ.

پر ټالبانو یې ګوزار دا وکړ، چې «اسلامي امارت» نه‌منو.

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم ورته مُسکی مُسکی کېدو.

دا لکه د چنگښو تلل؛ یو پورته کړې بل ټوپ کړي، بل چې کلک کړې له کُنجه حتمن خېز وشي لاندې وغورځېږي. تلل به یې تر قیامته نه‌کېږي.

حل‌لاره دا نه‌ده، چې د جمهوریت په سوغۍ مو سوټی تخته کړی وي، چې همدا غواړو.

عملي کولو ته مو یې هم ملا ماته ده.

موږ یې هم غواړو، خو کېږي؟

هره ورځ مو د پېغلو او ځوانانو لو روان دی. دا دویم وار دی، چې د نجونو قتلول د ننګرهار نه پېلېږي. 

که ټالب ارام شي، حکومت مو وژني، چې ودرې نړۍوالو ته وښيو، چې ټالب کله پر خپل عهد ولاړدی او نورې ‌‌‌‌‌‌ډلې هم شته، که حکومت چوپ شي، ټالب د قصاب تبر موږ پسې را واخلي.

منځ‌ګړي لارې ته ضرورت شته او د جګړې څخه تر ټولو بده سوله هم ښه ده.

موږ بده سوله نه‌غواړي، خو د مخالفت اصل دا هم‌ نه‌دی، چې بې‌اصوله دوام یې بیا د ګټې کجاوه مو په غرقولو راوړي.

د سولې جاخه نور د حکومت له لاسه په وتلو ده، وا یې ورئ چې هوښيارتوب دا نه‌دی.

بس دی، ټرمپ ته منتظر شولو، چې دی به ځي، لږ صبر به وکړو، د امریکې نوی حکومت هم په همدغه محور خوشحاله برېښي.

نور نو مقاومت او بې ځایه اردو او پولیسو لیدو په پلمه د دغه فرصت کچکول ته لغته نه‌ده په‌کار.

کار وکړئ او د هم‌غږۍ پلیټفارم برابر کړئ.