طالبان دینې زدکړې هم بدې ګڼي؛ لوګر کې یې  عالمان ګواښلي.

طالبان دینې زدکړې هم بدې ګڼي؛ لوګر کې یې عالمان ګواښلي.


  • 3 کاله دمخه (04/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1965

طالبانو په لوګر ولایت کې د دیني مدرسو ۷۵۰۰ شاګردان له زدکړو بې برخې کړي.

 

له ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت شورا سلاکار، ډاکټر حمدالله محب په مشري د ديني علماوو د امنيت د تامين او مصؤنيت کمېټې په غونډه کې د ملي امنیت مسؤلینو په خپل یو راپور کې ویلي، چې لوګر کې طالبانو د ۳۶ رسمي ديني مدرسو د شاګردانو کورنۍ او ديني عالمان په بېلابېلو پلمو ګواښلي، چې له امله يې ۷۵۰۰ زده‌کوونکي له درسه بې ‌برخې شوي دي.

 

باید یاده شي، چې تېره ورځ په تخار ولایت کې هم طالبانو د نجونو د تعلیم مخالفت کړی او په سلګونو نجونې یې کلنیو ازموینو څخه منع کړې وې.