د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ژورنالېستانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې روان تاوتریخوالی غندلی دی.
راپورونه وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرایس پرون ورځ په واشنګټن کې یو خبري کنفرانس پر مهال په ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ پر کار کوونکو برید ته په اشارې سره ویلي، چې په افغانستان کې د خبریالانو وژل او د دوی پر وړاندې روان وضعیت نور بېخي د زغملو نه دی.
نوموړي همدا رنګه په دې خبري کنفرانس کې د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د دغو بریدونو مسوولین هڅه کوي، چې په خپلو دې ډول کړنو سره ددې هېواد د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې له منځه یوسي.
هغه همدا راز له افغان دولت څخه غوښتي، چې د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو ساتنه او د دوی معافیت ته دې پاملرنه وکړي.
باید یاده شي، چې وړمه ورځ په ننګرهار ولایت کې د یوې خصوصي رسنۍ درې تنه کار کوونکې په ډزو سره ووژل شوې، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړې وخیست.
یادې پېښې د افغانستان سربېره د سیمې او نړۍ د هېوادنو د خلکو سخت غبرګونونه را وپرول.