بدخشان کې د واورې ښویېدو له کبله 20 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بدخشان کې د واورې ښویېدو له کبله 20 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 3 کاله دمخه (04/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1848

دهېواد په شمالي ولایت بدخشان  کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۵ تنه مړه شوي او ۵ نور ژوبل دي. یاده پېښه دیاد ولایت په خواهان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د یاد ولایت والي پېښه تائیدوي او وایي، دغه ټول کسان سیمه کې د سرو زرو د کان کېندونکي وو.

 

د والي محمد زکریا سودا په خبره، پېښه نن له غرمې مخکې د خواهان ولسوالۍ په زرند اب کلي کې د یوه غره له سره د واورې د ښویېدو له کبله شوې ده.

 

سودا وایي، دا لومړنۍ شمېرې دي او په خبره ‌یې، ممکن وروسته د مرګ‌ژوبلې کره شمېر معلوم شي او بدلون هم په‌کې راشي.

 

پېښه داسې ځای کې شوې چې د بدخشان د والي په خبره کنټرول‌یې د طالبانو په لاس کې دی او مخابراتي اړیکې هم په‌کې سمې نه ‌دي.

 

باید یاده شي، چې بدخشان دهېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډېر کله په یاد ولایت کې د واورې ښویېدو له کبله زموږ هېوادوال ټپیان او یاهم خپل ژوند له لاسه ورکوي.