جرمني: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل باید مسوولانه وي.

جرمني: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل باید مسوولانه وي.


  • 3 کاله دمخه (05/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1404

جرمني ویلي، چې نړواله ټولنه باید له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د ژر وتلو مخنیوی وکړي.

 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو ماموریت باید په مسوولانه ډول سره ختم شي.

 

نوموړي ویلي، چې له دې هېواد څخه د سرتېرو ژر ایستل به بدې پایلې ولري او په وینا یې دغه هېواد به یو وار بیا تېرو کلونو ته وروګرځي.

 

هغه همدا راز د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د دوحې بین الافغاني مذاکرت د با ثباته سولې لپاره ښه فرصت بللی او په خبره یې دغه موقع باید ضایع نه شي.

 

ماس د خپلو خبرو پر مهال دا هم ویلي، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل د فشار یو تر ټولو مهمه وسیله ده، چې هغه همدې ته په اشارې سره څرګنده کړې، چې طالبان له نړیوال فشار پرته د یو سیاسي هواري لپاره د جګړې پای ته رسېدو ته حاضر نه شي.

 

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو ایستل به ددې سبب شي، چې طالبان د سولې خبرو پر ځای جګړو ته کش ورکړي.

 

تر دې وړاندې هم ځینې د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو د حضور خبره کړې وه او دوی ویلي، چې نړیوال نه باید په غیر مسوولانه ډول سره له افغانستانه ووځي.

 

باید یاده شي، چې امریکا هم په بار بار سره څرګنده کړې، چې طالبان د واک وږي دي او دوی د دوحې تړون نه دی عملی کړی.

 

امریکا ویلي، چې دوی به د خپلو سرتېرو ایستل د شرایطو په سمېدو کوي او دوی همدا رنګه ډاډ ورکړی دی، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.