سمېت: ښایي امریکایي سرتېري به می میاشت کې افغانستان پرېږدي.

سمېت: ښایي امریکایي سرتېري به می میاشت کې افغانستان پرېږدي.


  • 3 کاله دمخه (06/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1227

د امریکا د استازو جرګه کې د وسله وال ځواک د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیټ ویلي، داسې برېښي چې د امریکایي سرتېرو ماموریت به د را روانې می میاشتې تر لومړی نېټې پورې پای ته ونه رسول شي.

 

هغه همدارنګه په افریقا کې هم د امریکایي ځواکونو د شتون په تړاو څرګندونې کړې دي، چې په وینا یې په بېلا بېلو ځایونو کې د امریکايي سرتېرو کم موجودیت به د موخو په لاسته راوړلو کې همکاري وکړي.

 

د امریکا د استازو جرګې کې د وسله وال ځواک د خدمتونو د کمېتې مشر ادم سمېټ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تازه د جرمني په ګډون یو شمېر د ناټو غړیو له نړیوالې ټولنې غوښتي وو، چې له افغنستانه د بهرنیو سرتېرو وتل باید مسوولانه وي.

 

بل لورې امریکا هم څو ځله په دې تړاو څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي، چې دوی به د خپلو سرتېرو حضور د شرایطو په سمېدو پای ته رسوي.