راپورونه څرګندوي، چې تېر ماښام د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه لېرې پرته سیمه کې د ساختماني کارګرو پر موټر چاودنه شوې چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او دوه پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.
د بلوچستان سیمه ییز چارواکو ویلي، چې د دغې پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړي دي.
که څه هم تر اوسه د یادې پېښې مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو د پاکستان حکومت په سیمه کې د بلوڅو د زورولو هڅه کوي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې هم له یوې بمې چاودنې وروسته په سیمه کې د واڼه بازار یوه هفته تړلی و.