هلمند کې د ملي امنیت نظامي څارنوالۍ رییس ووژل شو

هلمند کې د ملي امنیت نظامي څارنوالۍ رییس ووژل شو


  • 3 کاله دمخه (06/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1498

 

لویه څارنوالي وایي چې هلمند کې د موټر بم چاودنې له امله د یاد ولایت د ملي امنیت د نظامي څارنوالۍ رییس سید محمود سادات ووژل شو.

چاودنه نن سهار ۹ بجې د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند ژر شیشک سیمه کې شوې چې د سادات په ګډون د هغه ۲ ساتونکي هم پکې وژل شوي او یو شمیر ملکي وګړي ټپيان شوي.

د هلمند یوه امنیتي سرچینه وایي د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس سید محمود سادات له خپل کور څخه دندې ته روان وو چې د سپرلۍ پر موټر یې موټر بم چاودنه وشوه.

سرچینې زیاته کړه چې د بريد موخه هم نوموړی وو او په پېښه کې يې تر ژورو ټپونو وروسته روغتون ته پر لاره ژوند له لاسه ور کړی.

بل لورته په لښکرګاه ښار کې د ایمرجنسي روغتون له لوري د پېښي د قربانیانو په لیست کې د یوې میرمنې په ګډون ۸ ټپيان او ۲ تنه وژل شوي ښودل شوي دي.

ددې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.