کره کتنه څه ته وایي؟

کره کتنه څه ته وایي؟


  • 3 کاله دمخه (06/03/2021)
  • دوکتور لطیف بهاند
  • 1521

 د کره کتنې اصطلاح په زياترو ژبو کې لرغونى تاريخ لري ، په پښتو ژبه کې هغې ته  د نقد، تنقيد او کره کتنه  او په فارسي ژبه کې  د هغې لپاره  د ادبى نقد، سخن سنجى اويا سخن شناسي اصطلاحات هم کارول شوي دي .

په عربي ژبه کې هغې ته نقدالادب ويل شوى دى  ، زموږ پياوړي استاد سرمحقق محمد صديق روهي ددغو اصطلاحاتو په اړه ليکلي دي :

((کره کتنې ته په عربي ژبه کې انتقاد وايي، چې اصلي ريښه يې د نقد کلمه ده  . ځېني کسان د انتقاد پر ځاى د «تنقيد»  کلمه هم استعمالوي ، خو دغه ټکى په همدې بڼه په عربي ژبه کې نه دى راغلى ، بلکې په قياسي توگه د (نزاکت، مفشن، قضاوت ) او داسې نورو کلمو په شان جوړه شوې کلمه ده .

انتقاد کره کولو ته وايي . په انگريزي کې ورته (Criticism) (کريټسيزم) وايي  چې د لاتينې له «Kritikos»اويوناني «Criticus»څخه اخېستل شوې او د قضاوت کولو په معنى راځي » . ١

پوهاند عبدالقيوم قويم په خپل  نقد ادبي ، نومي کتاب کې د دې کلمې په اړه ليکلي دي :

 (( په دري ژبه کې د ادبي اثارو د شننې او پرتله کولو لپاره ، د نقد د کلمې نه سربېره ، نور کلمات هم کارول شوي او هغه دا دي : ادبي انتقاد، ادبي تنقيد او سخن سنجي )) ٢

پوهاند قويم هم ټينگار کړى دى چې)) په انگريزي ژبه کې  کره کتنې تهCriticism) په فرانسوي کې ( Lacritique ( په الماني کې ورته«Kritik»  وايي چې د ټولو ريښه د يوناني کلمې «Krite`s»   ته چې د حکم او قضاوت معنى لري، رسېږي . )) ٣

لکه څنگه چې وويل شول ، په لرغونو زمانو کې دا کلمه ( Criticism) ليکل شوې ده . دا هغه ډول کره کتنه  ده چې معنى يې د عيبونو لټول دي ، خو يوه بله خبره هم د يادونې وړ ده او هغه داده  چې  دا کلمه په  يوناني ژبه کې د «   Krinein » له کلمې سره همريښه ده چې د سنجش او کره کولو معنى لري ، البته داسې سنجش او محک چې صرافان يې په خپله صرافۍ  کې په کاروي . نو بې سببه نه ده چې اوسنۍ څېړنې دا ښيي چې په لرغونو زمانو کې پيسې دوه ډوله وې :

” دسپينو زرو پيسې د (درهم) او د سرو زرو هغه يې د (دينار) په نامه ياديدې ، په هغو وختو کې به هم کله کله د دينار په جوړولو کې دغلي کېده او په هغو کې به نور فلزات په تېره بيا مس ور گډېدل ، دغې دغلۍ  به د دينارو او په تېره بيا د هغو د زرو کچې ته تاوان رساوه .

په لرغونو زمانو کې د سرو يا سپينو زرو د دغلۍ د څرگندولو لپاره دنده صرافانو ته سپارل کېدله، هغوی هم د ځانگړي (محک) په مرسته د دغې دغلۍ کچه په ډاگه کوله ، دا چې هغه وخت ادبيات له زرو سره پرتله کېدل نو ځکه يې د ادبياتو  د نيمگړتياوو پيدا کول  کره کول او د هغه سرته رسوونکي يې کره کتونکي وبلل  ” (٤)

د پښتو ژبې په  نازکخيالو  شاعرانو کې حميد مومند کېداى شي په خپلو لاندې بيتونو کې د صراف کلمه د هماغه کره کتونکي په معنى راوړى وي ،دى وايي :

د حميد له فکره ، مه پوښته عــــام خلق

د زربفتو قدر ، څه زده  بوريــــا بـــــــاف

د حميد د مينې کوټ به کره  ووځــــــي

که پرې ځير شى قدر دان ، دانا صراف(٥)

 او د حنان بارکزى دا بيت چې وايي:

پرمحک د امتحان د سخندانــــــو

د حنان  شعر چاندى لکه زر ووت (٦)

په پښتو ادب کې به د کره کتنې او په دې  اړه  د يادونو په هکله، وروسته اوږدې خبرې ولرو ، خو که  د اوسنۍ موضوع په اړه خپلې خبرې اوږدې کړو کولاى شو ووايو : په بېلابېلو روايتونو کې راغلي دي چې په لرغونو زمانو کې به پاچاهانو او لاسبرو واکمنانو خپلې پيسې او سکې له سرو يا سپينو زرو نه جوړولې . د دې پيسو ارزښت اصلاً د هغو زرو په انډول اټکلېده چې په هماغې سکه  کې  به کارول شوي وو . دا په دې معنى چې په هغې کې به د زرو د کچې اندازه د سکې د ارزښت کچه وه . که به دغه سکه آن له رسمي ارزښت اوکارونې نه ولوېده او يا به چا ټوټې ټوټې هم کړه بيا به يې هم د زروالي په اندازه خپل ارزښت ساته .کله کله به که د دغو سکو او پيسو په جوړولو کې دوکې اوشوکې وشوې نو بيا به د هغې سکې ارزښت يوازې او يوازې د هغې د زرو د کموالي په اندازه راکمېده او بس .

کله کله به  په دغو زرو ، سکو او پيسو کې  د دوکو او دغلېو دڅرګندولو او برالا کولو لپاره  هغه يوه ماهر يا زرګر ته ورښودلې ، په سکو کې د زرو د اندازې او يا په هغو کې د دوکې د اندازې د ټاکنې دغې چارې ته يې  نقد يا کره کول ويل ، دا په دې معنى چې  د نقد يا کره کولو کلمه  دسکو د ارزښت ټاکنه وه . ځېنې نور اثار او پوهان هم په  دې خبره ټينگار کوي :

((د درهمو کره کول ، د کوټه او نا کوټه  پيسو بېلولو ته نقد يا کره کول وايي ،))(٧)

کره کتنه د انساني تخليق او تفکر همزولې ده . که د لاس ته راغلي فرهنگ عمر تر دوو دوه نيم زره کاله اوښتى دى، نو په پوره باور سره ويلى شو چې کره کتنه هم د هغه همزولې ده .

د هنري اثارو په تېره بيا  د ادبياتو د پيدايښت له هماغې لومړۍ شېبې نه کره کتنه ، د يوه طبيعي نظم پر بڼه پر هغو ولاړه ده .

په لومړيو وختونو کې کره کتنې زياتره د اثر د نيمگړتياوو او کچې د راسپړلو دنده لرله .

کره کتنه په ادبياتو کې ، د ادبي نظرياتو د را منځ ته کېدو سبب گرځېدلې ده .

کره کتنه د اثر د هنري ارزښتونو پلټنه او ټاکنه اوياهم له کره نه دناکرو بېلول دي .

استادحبيب الله رفيع د کره کتنې په اړه ليکلي دي :

((کره کتنه د ادب سا او روح ده ،که کره کتنه نه وي ، ادب مري او که ژوند ولري هم ، نو ادب ژوندى نه گڼل کېږي ، کره کتنه معراج او معيار ته  د ادب د رسېدلو لاره ده ، که دا لاره شاړه وه ، نو بيا له ادب نه د معيار توقع مه لرئ ،))-٨

استاد عبدالحسين زرينکوب د يوبل کره کتونکي په حواله، په خپل کتاب، نقد ادبي، کې ليکلي دي :(( کره کتنه هغه  هڅه او هاند دى چې پرته له هر ډول غرض او گټې نه، د هغه څيز لټه، پېژندنه او پلټنه وکړي چې د نړۍ د انساني اندېښنو په منځ کې تر ټولو نه غوره اوښه بلله شوې ده . )) ٩

په اروپايي ادب کې د کره کتنې اصطلاح زياتره د يوه اثر په اړه د قضاوت او يا نظر ورکولو په معنى راغلې ده .

يا هم د ښې او بدې وينا بېلول دي .

((کره کتنه ، د ادبي سبکونو ، د څېړنې او مطالعې فن او د هر يوبېلول دي . )) (١٠)

د دې تعريف يا پېژندنې خاوند دا نظر لري چې د سبک د څېړنې په ملتيا کره کتونکى وکولاى شي ، د اثر رغنده برخې : تاليف، تعبير، فکر او احساس وڅېړي .

یو بل پياوړى ناقد ليکي : د ادبي اثارو  وېشنه ، د هغو په اړه قضاوت او د هغو سپړنې ته کره کتنه وايي .

 ((د دغې سپړنې موخه دا ده چې  د دغه اثر اړيکي د ادبي تاريخ له عمومي بهير سره وټاکي ، نه يوازې  د ادبي تاريخ عمومي بهير بلکې د ادبي ډولونو له ځانګړو قوانينو ، له هغه چاپيريال سره چې اثر په کې پيدا شوى  اوله هغه ليکوال سره چې دغه اثر يې ليکلى  دى .

د همدغو اړيکو ټاکنه ، پېژندنه او غوره کول کره کتنه  ده . )) (١١)

په يوه ځانگړي  پېر کې د ادبي اثارو  شننې ، څېړنې ، سپړنې ، لټونې او اوډنې ، پرتله کول ،کره کتنه نومېږي .

کره کتنه، يوه داسې هڅه ده چې غواړي اثر ، له تاريخي ، ټولنيز ، اقتصادي شرايطو ، ښکلاييز اړخ ، رواني لاملونو او ژبني – هنري توان له مخې وڅېړي .

په لرغونو زمانوکې د دغه شان  کره کول  يادونه له زوکړې مخکې پنځمې پېړۍ ته رسېږي .

له هماغو زمانو راهيسې دغه کلمه د هنري ادبي اثارو د ارزښت دټاکنې لپاره هم کارول کېږي .

په کره کتنه کې د لاندو ټکو په پام کې ساتنه ډېر د پام وړ دي :

(( داثر  چاڼول ، د هغه پېژندنه ، د اثارو نه د ځانګړو موازينو راويستل، د دغو  موادو پېژندنه ، د دغو لارو چارو لاپسې دودول ، د شاعر او ليکوال ذهني نويوالى ،  د زوال له لورې نه د نوښت  پلو ته د زاړه تفکر او اندېښنې هڅول او د خوداګاه منطق تخليقول   )) (١١)

دکره کتنې يوه غوره او رښتينې دنده د ادبي اثارو شننه، سپړنه  او پېژندنه ده .

پېژندنه، د اثارو معنوي-فلسفي، جوليز او موضوعي څېړنه او په خپله زمانه کې د هغو د دريځ ټاکنه ، منل او نه منل ، هغه څه دي چې کره کتونکي يې بايد د خپلې  کره کتنې په مرسته وښيي، وټاکي او څرګند يې کړي .

د  ښکلايز يا نه ښکلايز جوړښت مننه ، نه مننه، د کړنلارې په چوپړ يا د هغې پر واړندې د يو اثر درېدنه ، په اثر کې : د دين ، مذهب، هېواد پالنې ايديالوژۍ، خپلواکۍ، مېړانې، اخلاقو ، ټولنيزو اړتياوو اغېز هغه انځورونه دي چې کره کتونکی هغه بايد  تر لوستونکي  پورې ورسوي .

يا داسې هم ويلى شو : کره کتنه لکه هغه شان چې له نامه نه يې څرګنده ده ، د يوه اثر  کتنه، پېژندنه ،څېړنه ، سپړنه ، شننه ، پلټنه ، تلنه او په ادبي-ټولنيز بهير کې د هغه د ځاى او دريځ ټاکنه ده .

که ووايو چې کره کتنه  د يوه اثر ښکلاوې ، اداګانې ، نويوالې ، غوټې، ناښکلاوې ، پيچلتياوې ، ناڅرګندې خواوې ، ژبنۍ تېروتنې يا نووښتونه راسپړي کم به مو نه وي ويلي .

په خپله د اثر د ادبي ارزښت ټاکنه ، په تېره بيا د هغه د تخليقو ارزښتونو ټاکنه ، د کرکتنې له غوره دندو نه ګڼل کېږي .

له ټولنيز بهير ، له تاريخي يون ، د ليکوال ، شاعر ، انځورګر او يا بل هر هنرمند له هنري تفکر سره  د اثر د اړيکو موندل او پېژندنه ، هغه چاره ده  چې کره کتنې ته ور په برخه شوې ده .

د کره کتنې بله دنده دشاعر ، ليکوال او لوستونکي او ليدونکي او اورېدونکي تر منځ د منځگړيتوب يا ريباري ده .

کله کله خو داسې پېښېږي چې د يوه اثر ، (شعر، داستان، انځور، مجسمې يابل اثر د نوښت هنري کچه ان د هغه خالق ته هم څرګنده نه وي. کره کتنه په خپلې  ژورې ، ځيرمنې ځانګړتيا ، په خپلې ژوروالي ، په خپلې درنې پانګې، په خپلې زرينې تلې او ژورې شننې سره د اثرهغه څه راسپړي ، چې بې له دغه شان چارو او سپړنې نه به د هغه برالا کېدل ناشونى خبره وي .

ډېر لوستونکي، ليدونکي يا د هنري اثارو اورېدونکي  يوازې او يوازې د اثر بڼې ،  د اثر مخ ، د اثر رنګ  او د اثر ډول ته ګوري ، هغه نه هضموي او يايې سر نه پرې خلاصيږي ، مګر کره کتنه د اثر د بڼې او ډول تر کتنې  او پوهېدنې نه وروسته ، د هغه تل ته ، د هغه زړه ته  او د هغه منځ ته ورننوزي . هغه هضموي يا په بله معنى د هغه جرړې پېدا کوي او پلټنه يې کوي .

دا چې ټولې دغه چارې دځانګړو پوهو او تجربي پانګې په مرستو د دغوپوهو او تجربو پر بنسټ او اصولو تر سره کېږي ، نو ځکه ويلی شو چې کره کتنه په خپله يوه پوهه او علم ګڼل کېدای شي .

که دکوم شعري جونګ کره کتونکی ، د دغه جونګ  شعرونه  د کره کتنې په تله کې اچوي او د هغه دوزنونو ، قافييو ، رديفونو ، خيالونو ، تصويرونو ، فنونو او ښکلايزو ځانګړتياوو ښودنه کوي دا به د هغه  کره کتونکي هغه دندې وي چې د ښه او نا ښه شعر د نومولو لپاره به يې کاروي .

خو که هغه په ځانګړی ټولنيز پړاو کې د شعرونو دريځ دکوم سياسي بهير، دريځ  او کړنلارې پر وړاندې ، څېړي او   شننه يې کوي ، هغه به د کره کتونکي بل نوښت وي .