د فراه ولایت شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د سون توکو په یوه زېرمه کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده.
د فراه والي تاج محمد جاهد ویلي، چې د دغه اور د مهار کولو لپاره یې له ایران هېواد څخه هم د مرستې غوښتنه کړې او تر اوسه له ایران څخه د اور وژنې څلور موټر را رسېدلي دي.
والي جاهد همدارنګه ګڼو بار موټرونو ته دایران هېواد ته تګ اجازه ورکړې.
نوموړي ویلي، هڅه کوو چې د اور سیمې ته نږدې ټول وسایط نورو لیرې سیمو ته ولېږدوي.
تر دې مهاله د اور لګېدنې علت نه دی ښکاره شوی.
خو عیني شاهدان وايي، چې د تېلو ټانکرونو اور اخیستی دوی زیاته کړې، چې اور هره شېبه د پراخېدو په حال کې دی.