د جګړې شدت؛ څلورو ولایتونو کې ۷۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د جګړې شدت؛ څلورو ولایتونو کې ۷۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 3 کاله دمخه (06/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1146

دهېواد په څلور ولایتونو، کندهار، کندز، غور او زابل کې د افغان امنبتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۵ طالبان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان امنیتي ځواکونو تېره ورځ د هېواد په څلورو ولایتونو کې عملیات ترسره کړي، چې ۳۵ طالبان یې وژلي، ۴۲ نور یې ټپیان کړي او همداشان یې د یادې ډلې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي.

له یاد وزارت څخه همداشان په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو دوه ډېر مهم ماین جوړونکي هم شامل دي.

په دې ورستیو کې د افغان ځواکونو له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو خلاف جګړه تېزه شوې، چې هره ورځ له ټول هېواد څخه د سلو په شاوخوا کې طالبانو د وژلو خبرونه خپریږي.