امریکا ویلي، چې د دوی دولت د روانې افغان جګړې د پای ته رسولو په موخه بېلا بېلې ټاکنې ازمایي.
د امریکا په سپينه ماڼۍ کې سرچینو دې هېل نشریې ته د وروستۍ وړاندې شوې طرحې په غبرګون کې څرګنده کړې، چې له مخې یې دا د امریکا د دولت رسمي دریځ نه دی او نه هم پر نورو خلکو خپله پرېکړه تحمیلولی شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، چې دا د هغو وړاندیزونو په دوام کې څو وړاندیزه دي، چې افغانانو ته وړاندې شوي، چې په خبره یې هڅه کېږي د اوږدې افغان جګړې پر سر د ختمولو لپاره پرې خبرې اترې وشي.
د امریکا په سپینه ماڼۍ کې داسې مهال دا څرګندونې کېږي، چې تر دې وړاندې د امریکا متحتده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نېډ پرایس په افغانستان کې روان تاورتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی و او نوموړي همدارنګه پر یو سوله ییز حل ټینګار کړی و.