د دهلې بند پر وړاندې خنډونه له منځه تللي.

د دهلې بند پر وړاندې خنډونه له منځه تللي.


  • 3 کاله دمخه (07/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1287

د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د سیمې د خلکو او دولت په هڅو ټول هغه خنډونه له منځه تللي، چې په کندهار کې د دهلې بند د پراختیا لپاره خنډ او ځنډ وو.

 

د سرچینو د معلوماتو په اساس، چې د دغې پروژې شاوخوا زرګونه جریبه ځمکې استملاک شوې دي او څښتنانو ته یې په بدل کې نورې ځمکې ورکړل شوې دي.

 

د کندهار ولایت د چارواکو په وینا چې د دغه بند پراختیایي چارې د نړیوال بانک په شپږ سوه میلیونه مرسته رغول کېږي، چې دا به د روان میلادي کال په نیمايي کې پيل شي. 

 

باید یاده شي، چې په کندهار کې د دهلې بند په بشپړولو سره به زرګونه هکتاره ځمکې خړوبې او د زراعت په زرغونتیا مې کامله مرسته وکړي.