استرالیا کرکټ ملي لوبدله د نیوزیلینډ څخه تش لاس کور ته ستنیږي
د نیوزیلینډ په کوربتوب د استرالیا او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځمه شل اوریزه لوبه هم ترسره شوه دې لوبه کې لومړی توپ وهنه استرالیا کرکټ ملي لوبډلې وکړه او په ټاکلي شل اورونو کې یې ۱۴۲ منډې ترلاسه کړي د استرالیا لپاره په توپ وهنه کې متیو وایډ ۴۴ او لوبډلمشر ایروین فینچ بیا ۳۶ منډې جوړي کړي،
کوربه نیوزیلینډ لوبډلې د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د مارټن ګوپټل د غوره توپ وهنې پرمټ په ۱۶ اور کې پوره کړ، د نیوزیلینډ لپاره مارټن ګوپټل ۷۱ او او ډيون کانواې بیا ۳۶ منډې وکړي،
یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازي په سیریز کې پنځه شل اوریزې لوبې شاملي وي چې لومړنی دوه نیوزیلينډ، درېمه او څلورمه استرالیا، خو وروستی فاینل لوبه نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې په خپل نفه تمامه کړه د استرالیا سفر همدلته په نیوزیلینډ کې پای ته ورسید.