پدې وروستیو کې د لنډې کیسې په باب کله کله څه لیکم، یا یې د نورو کیسه لیکوالو د کیسو په پلمه لیکم او یا یې په خپل ویبلاګ کې د ځان لپاره، خو دا څو ورځې وړاندې یو دوست راته په وېب لاګ کې لیکلي وو چې که له خپل نظره د کیسې په جوړښت څه ولیکم، دا مې د کیسې په اړه خپل فکر دی او ما هم په کاغذ ولیکه...
کله چې لنډه کیسه لیکل کېږي، د لیکوال په ذهن کې له هرڅه وړاندې ایده یا فکر خطور کوي او دا چاره د پلاټ، روایت، کشمکش، کرکټر، خبرو اترو ، هوډ، منځپانګې، پیغام او پای بنسټ ږدي.
دا چې ایده یا فکر څرنګه روزل کېږي او تر قلمه رسول کېږي د لیکوال په ذهن کې پاتې توکي دي، د روایت ډول او د لوستونکي د راکاږلو او هغه ته د پیغام د رسولو لاره هم له لیکوال سره پاتې کېږي، خو د لومړني فکر، پلاټ، کشمکش د ځواک او پای جوړښت د هر داستان او کیسې لپاره یو رنګ توکي دي.
زه خپله د ایده یا لومړني فکر په اړه باوري یم، هر وخت به الهام نه راځي چې د لیکوال په ذهن کې د لنډې کیسې تخم وکري، بلکه د ژوند ورځنۍ پېښې، مطالعه او خپله لیکوال د لومړني فکر محراق جوړیږي.
لومړنی فکر ځانګړی تعریف هم نلري، خو سړی ویلای شي چې داسې فکر چې د طرحې او روایت لامل شي، د تصویر وړ وي، داستاني وي، نوی او هر اړخیز وي، د کیسې لومړنی فکر دی.
له لومړني فکر وروسته طرحه پنځول کیږي. لومړنی فکر خپله، طرحه رامنځته کوي، د کیسې بدن او هډ هډ پنځوي، یا په لنډو سره ویلای شو چې طرحه د لومړني فکر ترسیم شوې بڼه ده.
د طرحې یا پلاټ (plot) کلمه د لومړي ځل لپاره ارسطو کارولې.
طرحه هم بېلابېل تعریفونه لري، خو په لنډو ټکو کې له ځانه ویلی شو چې طرحه د کیسې په اوږدو کې په یوه لیکه پېیل شوې منځپانګې ته ویل کیږي.
په طرحه کې د روایت او په یوه لیکه کې د منځپانګې د پېیلو د ډول مسله مطرح کېږي، چې زما په نظر ورته لېږد ویلای شو، پدې پړاو کې د طرحې ډول او د لید زوایه رامخته کېږي، چې دا د لیږد ډول په څو ډولونو ویشل کېدای شي.
لومړی د لیک په بڼه، ډېری کیسې د لیک له لارې تر لوستونکو رسېږي او د لیک بڼه لري، چې د لیک په وسیله پکې کیسه تر لوستونکي رسېږي.
د رپوټ په بڼه، چې پدې ډول کې لیکوال د یو رپوټ په توګه خپله کیسه غځوي.
دغه راز د لیکلو خاطراتو په بڼه چې لیکوال پکې هڅه کوي، د لیکلو خاطراتو له لارې خپل داستان پر مخ بوځي.
د پوښتنې ګروېږنې په بڼه، پدا ډول کیسو کې لیکوال د پوښتنو ګروېږنو په توګه خپله کیسه پر مخ بیایي چې ډېری بېلګې یې په پولیسي کیسو کې موندلای شو.
د ذهني کشمکش له لارې، په دې ډول کې هم ډېری لیکوال یا له خپله لیده یا دریمګړي لیده ذهني کشمکشونه نندارې ته ږدي او خپل داستان پرې غځوي.
ګڼ نور ډولونه هم لري چې په لیکوال پورې اړه لري او خپل داستان پرې غځوي.
په ټول کې د داستان د طرحې په اړه څو برخې په ذهن کې خطور کوي، چې پدې برخو یې ویشلای هم شو.
لومړی مقدمه ده چې لیکوال خپله کیسه پیلوي او هغه کلمې او جملې چې لوستونکی دې ته چمتو کوي چې د داستان لوستل پیل کړي.
دوهم ګام د لومړۍ پېښې پیل دی چې پدې پړاو کې لیکوال د کیسې په لومړۍ پېښه قلم ږدي او د کیسې غځولو ته ملاتړي.
بل ګام د غوټې یا بحران په لور یون دی، په دې ځای کې لیکوال خپل لوستونکی د کیسې له بحران سره له ځان سره کشوي.
بل پړاو د کار پایله ده، چې د غوټې یا بحران د پای ته نږدې کېدو او د غوټود خلاصېدو پړاو ښيي.
هوډ، هغه هڅه چې د کیسې په اوږدو کې ددې لپاره کېږي چې لوستونکی یا اورېدونکی تر پایه له کیسې سره پاتې شي.
دا کشمکش په څو ډوله په کیسه کې اچولای شو، د ماجرا یا پېښې له لارې، چې پدې ډول کې په خپله پېښه داسې پېښه ټاکل کېږي چې په کې ځینې پټ ټکي، او پټ څیزونه چې په لومړي سر کې له لوستونکي څخه پټ شوي دي، بل د کرکټر یا د کیسې د اتل اندروای یا کشمکش دی، پدې کې د کیسې اتل داسې ټاکل کېږي چې پکې لوستونکی له ځینو پټو ټکو سره مخ کېږي او هغه ددې لامل کېږي چې د کیسې تر پایه مل پاتې شي، دغه راز په ځای او وخت کې، پدې ډول کې هم له داسې ځایونو کار اخیستل کېږي چې پکې داسې ټکي وي چې لوستونکی پرې د پوهېدو لپاره د کیسې تر پایه مل پاتې شي.
په ټول کې ویلای شو چې په طرحه کې څو ټکي ډېر مهم دي، طرحه باید دمنلو وي، قوي انځورونه او تصویر ولري، تضاد پکې وي، چې دا کشمکش غواړي او کشمکش له ګڼو لارو داستان ته لار موندلای شي، لکه د کرکټر کشمکش له خپل ځان سره، یا هم د کرکټر کشمکش له طبیعت سره، په طرحه کې شک او تردید چې وکولای شي لوستونکی یا اورېدونکی له ځانه سره تر پایه یوړلای شي له بل مهم ټکي دی، دغه راز یې موضوع نوې او بکره وي، ساده وي او تر ټولو مهم دا چې موخه ولري.
د کیسې بل مهم ټکی د کیسې اتل یا کرکټر دی، کرکټر هم د کیسې په څیر لومړني فکر ته اړتیا لري، یو لومړنی فکر ددې لامل کېږي چې کرکټر وپنځول شي او د کیسې پېښې وڅرخوي، دغه راز دکرکټر انګیزه چې کرکټر ولې او څرنګه پنځول کېږي. کرکټر د کیسې اړخ اړخ روښانوي او د عیني والي سره یې مرسته کوي.
زه فکر کوم چې کرکټرونه په دریو ډولونو ویشلای شو، اصلي کرکټرونه، فرعي کرکټرونه او بکرونډ کرکټرونه.
اصلي کرکټر ټوله کیسه څرخوي، منځ پانګه یا طرحه په مخ وړي، او د داستان ټولې برخې همغږې او پرمخ وړي.
فرعي کرکټرونه له اصلي کرکټر سره مرسته کوي، خبرې اترې زیږوي، اصلي کرکټر روښانه کوي او د داستان په القا کولو او د پیغام په رسولو کې مرسته کوي.
بک ګرونډ کرکټرونه هم، له دریو یا څلورو زیات یوځای کرکټرونه چې په داستان کې برخه اخلي لکه لښکر، پوځ او یا نور...
په کیسه کې د لید زاویه ددې معنی لري چې کیسه د چا له لید یا ژبې ولیکو، یا په بل عبارت د لید زاویه یعنې د کیسې د بیان ډول.
د لید زاویه د لید حالت، شخص او اړخ ښيي، خو په لومړي سر کې یې په د ننه او بهر باندې ویشلای شو.
د ننه معنا دا چې د لیکوال له (زه) څخه را وتونکی لید، چې پکې په هر څه پوه، په لږ څه پوه او عیني کتونکی شاملیږي.
ویلای شو چې د لید کابو درې اصلي او بنسټیزې زاویې شته، (زه، ته ، هغه) خو د (زه او هغه) د حالتونو له جمعې څخه دوه نور ډولونه هم چې موږ او هغوی کېږي په لاس راتلای شي. دغه راز د (هغه ) په برخه کې هم مونث او مذکر ته په پام سره د بدلون په بڼه کې ځانګړې بڼې خپلولای شي. اوس اوس کیسه لیکوالو د لید د زاویو په یوځای کولو سره بېلابېلې فرعي لارې موندلې چې له هغې لارې کولای شي خپلې کیسې په ښه توګه بیان کړي.
دلید زاویې ډولونه
الف: زه
له خپل لید یا د زه او راوي له لیده: پدې ډول کې د داستان اصلي کرکټر په خپله ژبه خپله کیسه بیانوي چې البته دا خپله لیکوال هم منظور ندی. لکه د استاد سعد الدین شپون شین ټاغی...
د فرعي کرکټر یا ملګري له لیده: پدې ډول کې د لومړي کرکټر ملګری د داستان راوي دی،
یو اړخیز ډیالوګ: پدې ډول کې راوي له یو چا سره خبرې کوي خو موږ یواځې د راوي خبرې اورو، یا لولو او د مقابل لوري د خبرو اغېز هم د راوي په خبرو کې حس کوو.
د ذهن خبرې یا په بله وینا سوچ: چې پدې ډول کې یو څوک په لوړ آواز فکر کوي، حتی د هغه په افکارو د پېښو او تېرېدونکو صحنو اغېز هم حس کولای شو.
لیک: دوه یا څوکسان یو بل ته لیک استوي او کیسه لدې لارې بیانوي، کله خو البته یواځې یو کس لیک لیکي.
د ورځني یادښت له لارې: پدې ډول کې راوي د ورځني یادښت یا د خاطراتو د یادښت له لارې داستان بیانوي.
د رپوټ په بڼه: پدې ډول کې لیکوال پرته د قلم او کاغذ څخه له بل لید سره سروکار نلري لکه د ګابریل ګارسیا مارکز د یو مرګ راپور..
ب: ته
پدې ډول کې راوي کیسه بل چاته په خطاب کې بیانوي. داسې ته وا چې له پېښې سره مخاطب مخامخ شوی.
ج: هغه
د کرکټر له لیده: پدې ډول کې لیکوال کیسه د لومړي کرکټر له لیده تعقیبوي او پېښې هم د هغه په اړه وي.
د فرعي کرکټر له لیده: پدې ډول کې لیکوال د لومړي کرکټر له لیده نه ګوري خو په یو ډول نه یو ډول د هغه د ملګري یا دوست له لیده پېښې تعقیبوي.
له بهره لید(سینمايي): پدې ډول کې بیا لیکوال لکه کمره غوندې یواځې څه چې ویني او اوري لیکي او له خپله ځانه هیڅ څه ته نه ورګوري پدې ډول کې یواځې خبرې اترې او پېښې راځي. لکه د همینګ وې، سړي وژونکي.
موږ (زه + زه + زه+...)
پدې ډول کې بیالیکوال کیسه تقریباً ټوټه ټوټه کوي او داچې د کیسې په هره برخه کې یو ښه لیدونکی او شاهد مومي د کیسې د کرکټرونو له لیدونو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره دهغه له ژبې یا د هغه له (زه ) څخه کار اخلي. چې البته دا ډول په اوږدو کیسو کې زیات موندل کېږي
هغوی(هغه + هغه + هغه+...)
دا ډول چې ډېر مشهور هم دی، لیکوال لکه د کیسې د ټولو کرکټرونو له لید څخه چې خبر وي هسې پیښې تعقیبوي، د کیسې په هرڅه پوهېږي او د داستان په هرځای کې شته وي. لکه د تولستوی جنګ او سوله.
وروستی یادونه غواړم د خبرو اترو یا ډیالوګ په اړه وکړم، خبرې اترې په کیسه کې تر ټولو ستر رول لري، خبرې اترې له یوې خوا خبرې اترې کوونکی را پېژني، له بلې خوا د صحنې، کشمکش، اټکلونو وړاندوینو او نورو موضوعاتو په روښانه کولو کې ستر رول لري، د خبرو اترو له سترو ځانګړنو کولای شو دې ته اشاره وکړو چې خبرې اترې باید لنډې وي، اشاره او تصویر ولري، پرې کېدونکې او ستړې کوونکې نه وي.