د ملي امنیت شورا دفتر په یوه خبر پاڼه کې وایي، چې د ملي امنيت سلاکار په مشرۍ د امنيتي سکټور د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د ټاپي پروژې امنيتي طرحه تصويب شوه.
سرچینه وایي، چې امنیتي مسؤولینو په دې غونډه کې وویل چې تېره اوونۍ ۷۳ کسان د هدفي وژنو، مقناطیسي بمونو د اېښودو او نورو مختلفو جرمونو په تور نیول شوي دي.
خبر پاڼه کې همدا راز راغلي، چې په دې غونډه کې همدا رنکه ټینګار شوی چې د ننګرهار امنيتي وضعيت او په کندهار کې د پوليسو اړوند ستونزې دې ژر تر ژره حل شي.