دجګړې اور نور هم ګرمېږي، طالبان په چمتوالي بوخت دي.

دجګړې اور نور هم ګرمېږي، طالبان په چمتوالي بوخت دي.


  • 3 کاله دمخه (07/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1080

افغان حکومت وایي، طالبان د پسرلنیو پوځي عملیاتو لپاره په پلان جوړونه بوخت دي. د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي یکشنبه د امنیتي ادارو په اونیزې ناسته کې ویلي، طالب جنګیالي اوس مهال جګړې ته چمتوالی نیسي.

 

طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو یادې ډلې څه موده وړاندې ویلي وو، د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوي او له همدې کبله یې تېر کال پسرلني عملیات نه دي ترسره کړي.

 

په ورته وخت کې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي، که له طالبانو سره سولې ته ونه رسېږي؛ امنیتي ادارې د افغانستان د دفاع لپاره چمتوالی لري.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم، ولسمشر غني ته په یو استول شوي لیک کې اندېښنه ښودلې، چې د امریکايي پوځیانو په وتلو سره به په دې هېواد کې امنیتي وضعیت لا خراب شي او ښایي طالبان پر لا ډېرو سیمو کنترول ترلاسه کړي.

 

دغه افغان چارواکی په داسې حال کې پسرلنۍ جګړې ته دطالبانو دچمتوالي نیولو خبر ورکوي، چې تر دې وړاندې یادې ډلې له امریکا سره د خپل تړون د لومړۍ کلیزې پر ورځ ویلي وو چې پر ښارونو او د ولسوالیو پر مرکزونو یې بریدونه نه دي کړي، پسرلني عملیات یې هم نه دي اعلان کړي او د ولایتونو د سقوط کولو پلان یې هم نه درلود.