یورګن کلاپ د تیم د بریدګر لوبغاړو ستونزه دې

یورګن کلاپ د تیم د بریدګر لوبغاړو ستونزه دې


  • 3 کاله دمخه (07/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1214

د لېورپول لوب‌‌‌‌‌‌ډلمشر یورګن کلاپ  اصلي ستونزه د تیم د بریدګر لوبغاړو ستونزه دې. نن مازدیګر د انګلیند پریمییر لیګ لوبو کې فولهم په یوه ګول لېورپول د جدول اتلسم ځای ته ورسولو. دا د لېورپول شپږمه پر له پسې ماته وه. او د اروپا لیګ لوبو کې د لېورپول پر بریاوو یې سیوری غوړلوی

له لوبې وروسته یورګن کلاپ سکای سپورتس خبریالانو ته وویل: 

داسې شېبې په لوبه کې وې چې کولای مو شول پر لوبې ښه اغېز ولرو خو د لومړۍ نیمایي برخې له پای مخکې د ګول خوړل د لوب‌‌‌‌‌‌ډلې حالت خراب کړ. موږ وکولای شول ښه غبرګون وښیو خو ګول مو ونشو کولی او دا لویه ستونزه ده. 

فولهم په رښتیا هم موږ ته ستونزې جوړې کړې. دوی په ښه حالت کې دي او ګټه ترې اخلي. زه فکر کوم ټول غواړي چې فولهم په راتلونکي لوبیز موسم کې هم په پریمییر لیګ کې ولوبېږي. د دې قضاوت اسانه دی چې وویل شي مخالفې لوب‌‌‌‌‌‌ډلې زموږ پرتله د بریا ‌‌‌‌‌‌ډېرې هلې ځلې کولې خو زه دې ته د ستونزې په څېر نه ګورم، زه اړ نه یم چې تاسو ته دې ووایم چې د څه لپاره لوبېږم. 

لېورپول د برید په برخه کې ښه حالت سره نه دی مخامخ دوی د کرېستل پلېس پر وړاندې د تېر دسمبر د 0-7 بریا وروسته له 14 لوبو په اتو کې هېڅ ګول ونه شو کولی او وروستیو 4 لوبو کې په 3 کې یې هېڅ ګول نه دی کړی