د ولسمشرۍ خوبونه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1303

 راتلونکي خدمتګاران تراوسه چېره وو ؟؟
ډاکټران وايي ، کله چې څوک د شپې له خوا ثقيل خواړه وخوري او يا له حده ډېر خوراک وکړي نو ګډ وډ خوبونه ويني .
 شايد زموږ کانديدانو هم داسې څه خوړلي وي چې معدې يې د هضم توان نه لري ، له همدې امله په رڼا ورځ د ولسمشرۍ خوبونه ويني .
 ځکه په دغو ٤٤  کسانو کې داسې څوک هم شته چې يواځې په کور او کلي کې يې  خلک څه ناڅه پېژني خو دوى د ولس د اکثريت رايې ته په تمه دي .
په کانديدانو کې درې کسان داسې هم شته چې د ګڼو وجوهاتو له مخې يې خلک له نومونه سره د نورو په پرتله ډېر  اشنا دي ، چې په دغه نوملړ کې د حامد کرزي ، ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي  نومونه شامل دي .
نن سبا د همدغو درېيو کانديدانو له خوا په مستقيم او غير مستقيم توګه ميلمستياوې جوړېږي او خلک ورڅخه ملاتړ اعلانوي .
له دغوکانديدانو څخه د ځينو په کورونو کې لنګرونه چالان دي او ځينو هوټلونه ريزرف کړي دي او خلکو ته ډوډۍ ورکوي .
دوى او يا يې استازي  په ميلمستياو کې ځانونه د ولس راتلونکي خادمان معرفي کوي او وايي چې د ولس غم کانديدۍ ته هڅولي دي .
 خو پوښتنه داده چې ايا ، دغو کانديدانو پخوا هم د ولس په نوم څه پېژندل ؟
 ايا خدمت يواځې د ولسمشرۍ له څوکۍ څخه کېداى شي ؟
 او ايا دغه کانديدان چې اوس خلکو ته ډوډۍ ورکوي ، پخوا يې د دوى ولږه په ياد نه وه ؟
 او ايا .... ؟
 وګورئ !
د کابل ښار په قمبر څلور لاري کې چې د کندهار او هلمند څخه د جګړو له ويرې خلک له خپلو ماشومانو سره راغلي ، په ډېرو سختو شرايطو کې د کابل سوړ ژمى تېر کړ .
 دوى حتې خپل ماشومان خرڅلاو ته کېښودل ، زړې خيمې يې د باران اوبو په مخه کړې ، ماشومان او بوډاګان يې له سړې هوا تک شنه واوښتل .
 خو دغو کانديدانو يوه هم سر ور ښکاره نه کړ .
 دغه راز تېر کال د روژې په مياشت کې چې کوم کډوال په تخار کې خپلو پلرنيو ټاټوبو ته راغلل نو د سيمه ييزو زور واکانو له خوا کلابند شول ، د روژې مبارکه مياشت او اخترونه يې د خواجه بهاوالدين په زندان کې تېر کړل .
ماشومانو يې له ولږې وزنونه بايلول خو يو کانديد هم سر ورښکاره نه کړ .
 همدا اوس د کابل په واړه ښار کې د هرې نانوايي ترڅنګ سوالګرترتېرماښامه په دې نيت ناست وي چې ګوندې څوک پرې يوه وچه ډوډۍ ولوروي .
خو ايا له دغو کانديدانو څخه يوه هم کله ددغو ګوتو په شمېر سوالګرو دسترخوان ته څو وچې ډوډۍ ډالۍ کړئ ؟
 شايد کانديدان پلمه وکړي چې دا کارونه ددولت وظيفه ده او دوى ددې وس نه لري ، خو پوښتنه داده چې نن هر کانديد د ورځې په سلګونو او حتى په زرګونو کسانو ته په خپلو کورونو او لوکسو هوټلونو کې ډوډۍ ورکولى شي نو هغوى ته يې وچه ډوډۍ نشوه اخستى ؟
دغه راز دغه کانديدان چې اوس د ټول افغانستان اقتصادي ستونزو د حل لپاره خپلې  پنځه کلنې او لس کلنې ستراتيژۍ خلکو ته اوروي ، دوى ولې له کانديدۍ مخکې يواځې  د   قمبر څلور لاري کډوالو او د کابل ښارد ګوتو په شمېر سوالګرو د ژوند ښه کېدو  لپاره کومه ستراتيژي جوړه نه کړه ؟
او ولې .....؟؟؟
 په هرصورت ، پوښتنې ډېرې دي خو که لږ  څوک سترګې وغړوي او د شخصي روابطو او ګټو پردې له سترګو لرې کړي .
 زما مطلب دا نه دى چې خلک دې انتخاباتو کې ګډون نه کوي ، په انتخاباتو کې ګډون يو حق دى او دا حق څوک له چا نه شي اخستى .
 خو دا ويل غواړم چې په کانديدانو ډېر زړه تړل او د هغوى په هر شعار په پټو سترګوباور کول د  عقل پرېکړه نه ده .