امریکا: که بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي، د طالبانو نظامي ځواک به غښتلی شي.

امریکا: که بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي، د طالبانو نظامي ځواک به غښتلی شي.


  • 3 کاله دمخه (08/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1401

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلېنکن ګواښ کړی چې که ناټو او امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، طالبان به پیاوړي او نظامي لاسته راوړنې به یې زیاتې شي.

 

هغه د سیاسي حل او تلپاتې اوربند په موخه د ۹۰ ورځو لپاره په تاوتریخوالي کې د کموالي او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې او د ترکیې هیواد په کوربتوب د یوې سترې نړیوالې غونډې د جوړېدا غوښتنه هم کړې ده.

 

امریکایي چارواکو بیا د خپلو سرتېرو د حضور په اړه په بار بار سره ویلي، چې دوی له افغنستانه د سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه لري او په وینا یې دوی به دا پرېکړه د شرایطو په سمېدو کوي.

 

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته یو لیک استولی دی.

 

نوموړي په دې لیک کې د افغانستان د راتلوونکي اساسي قانون، دولتي جوړښت، د یو نوي ټول ګډونه دولت او په افغانستان کې د تلپاتې اوربند خبره کړې ده.

 

بل لورې افغان دولت تر دې مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دې لیک ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې تړاو ویلي، چې زلمي خلیلزاد کابل ته په وروستي سفر کې د افغان دولت مشرتابه، سیاسي او جهادي مشرانو ته په افغانستان کې د راتلونکي دولت د جوړښت طرحه سپارلې ده.