غور کې یوې مېرمنې په یوځل څلور ماشومان وزېږول

غور کې یوې مېرمنې په یوځل څلور ماشومان وزېږول


  • 3 کاله دمخه (08/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1032

غور کې یوې مېرمنې څلور ماشومان په یو ځل زیږولي.

غور کې یوې مېرمنې په یو ځل څلور ماشومان زیږولي، چې درې یې زامن او یوه یې لور ده.

د غور د عامې روغتیا رئيس ډاکټر جمعه خان یعقوبي رسنیو ته ویلي، یاده مېرمن د شهرک ولسوالي اوسېدونکې ده، چې تېره شپه یې د غور مرکزي روغتون کې تر عملیات ورورسته څلور ماشومان زېږولي دي.

د یعقوبي په خبره د نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیايي وضیعت د ډاډ وړی دی.