ولسمشر غني: پاکستان باید د افغانانو پر وړاندې نا اعلان شوې جګړه پای ته ورسوي.

ولسمشر غني: پاکستان باید د افغانانو پر وړاندې نا اعلان شوې جګړه پای ته ورسوي.


  • 3 کاله دمخه (08/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1151

ولسمشر محمد اشرف غني نن د امن او ثبات په کنفرانس کې د افغان سولې پروسې د ثبات په تړاو څرګندونې کړې دي. 

 

نوموړي په دې کنفانس کې څرګنده کړې،  چې پاکستان باید د افغانانو پر وړاندې خپله نا اعلان کړې جګړه پای ته ورسوي او ژر تر ژره دې د سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.

 

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر مهال ویلي، پاکستان ته په کار ده، چې ولسواک او خپلواک افغانستان ته بشپړ درناوی ولري او روانو حالاتو ته د پای ټکی کېږدي.

 

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو افغانانو ترمنځ باید سوداګریزې اړیکې پراختیا ومومي، چې په وینا یې افغان دولت په دې پروسه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی.