ملګري ملتونه: افغان مېرمنې د سولې بهیر کې په خپل ملاتړ سوله راوستلای شي.

ملګري ملتونه: افغان مېرمنې د سولې بهیر کې په خپل ملاتړ سوله راوستلای شي.


  • 3 کاله دمخه (08/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1140

ملګري ملتونه څرګندوي، چې افغانان هغه مهال له روان وضعیت سره مبارزه کولای شي، چې افغان مېرمنې د سولې بهیر کې برخه والې او له سړیو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

 

ملګرو ملتونو د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبر پاڼه خپره کړې ده، په دې خبر پاڼه کې د افغانستان لپاره د یوناما د ښځو د ادارې مشرې الیتا مېلر په حواله لیکل شوي، که افغان مېرمنو ته د سولې په بهیر کې ونډه ورکړل شي؛ نو افغانان به یوې داسې سولې ته ورسېږي، چې د ټولو روښانه راتلوونکی به پکې خوندي وي.

 

د خبر پاڼې په حواله، چې افغان مېرمنې د ټولنیزو خنډونو او ربړو سره سره بیا هم دوی د رهبرۍ جرأت کوي.

 

د ښځو نړیواله ورځ سږ کال په دې شعار سره لمانځل کېږي، چې مېرمنې په رهبرۍ کې د کووېډ -۱۹ په نړۍ کې یو برابر راتلونکی ترلاسه کوي.

 

باید یاده شي، چې په افغانستان کې د ښځو ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په تېرو دوو میاشتو کې هدفي بریدونو لږ تر لږه ۷ د بېلو بېلو برخو مسلکي مېرمنې ووژلې.

 

په دې مېرمنو کې دوه قاضیانې، یوه ډاکټره او څلور د رسنیو کار کوونکې شاملې دي.