د اسلام په رڼا کې د ښځو حقوق

د اسلام په رڼا کې د ښځو حقوق


  • 3 کاله دمخه (08/03/2021)
  • هجرت الله اختيار
  • 3458

 په په کې هيڅ شک نشته چې داسلام مبارک دين څخه وړاندى ټول بشريت دجهالت په تياره کې ايسار وه چى نوره دانسانيت لاره هم ترى پاتى وه اودوحشت اوحيوانيت په لوريې مزل پيل کړى وه .

داهم له هيچاڅخه پټه نه ده چې داسلام مبارک دين څخه وړاندې ښځه په ټولنه کې ديوه پست اوبيکاره موجودپه حيث ګڼل کيده ،حتى ځينوخو ئي په انسانيت هم شکمن وه تردې چې ژوندۍ يې په ځمکه خښولې اودژوند کولوحق يي هم ترې اخيستى وه اوداسې نورې په لسګونوناخوالې وې چې دښځې سره دنارينه لخوا ترسره کيدې خوداسلام مبارک دين په راتلو سره ټول بشريت دجهالت له تورې تيارې راووت بلکې ښځې ته يې هم ټول هغه حقوق ورکړل چې ښځې ورته په خپل انسانى ژوند کې اړتيا درلوده . اسلام ښځه دټولنى جوړونکى وبلله اوهغه يې دکورنيکمرغې،دنارينه جامه،دنارينه اودوزخ ترمنځ پرده وگڼله،اسلام ښځىته دنارينه دمور،خور،ماندينى اولور په حيث درنښت ورکړ،اسلام نارينه ته امر وکړ چې دښځى سره ښه چلندوکړى

(وعاشروهن بالمعروف) همدغه مانالري،اسلام ښځى ته په ټولنه کې دباارزښته موجودپه حيث قايل شو.

هغى ته يې عزت،وقاراودرنښت ورکړ،تردى چې جنت يې دښځى ترپښولاندى وگاڼه ،اوداسلام سترلارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلمخوښځه (مور) له نارينه (پلار)څخه درى ځلى په حق کې زياته گڼلې ده اودې ته ورته نورډير حقونه شته چې دښځې لپاره داسلام مبارک دين ورکړيدي چې ځينوته يې په لاندې توگه په لنډډول اشاره کوو :

١-داسلام مبارک دين ښځى ته دلومړي ځل لپاره دژوندکولوحق ورکړو:

داخوټولوته ښکاره ده چې داسلام مبارک دين څخه پخوا ښځې دژوندکولوحق نه درلوده په کوم کور کې به چې

نجلۍ پيدا شوه په هغه کورباندې به غم اوخفگان وه ځکه چې دابه يې دځان لپاره شرم اوخجالت گاڼه چې لورياخوريې له چاسره واده وکړي نوځکه خوبه يې هغوئ په کوچنيوالى کې ژوندې خښولې خوداسلام مبارک دين په راتگ سره دغه کاربد وگڼل شواوالله تعالى دنجلۍ پيدايښت په خپل بنده رحمت اوکرم وگاڼه لکه چې دشوراى په سورت کې الله تعالى فرمايې :ژباړه ((خداي جل جلاله دي چې هرچاته وغواړي لور ورکوي نوهماغه ذات پوه او توانادى)) همدارازدتكويرپه سورت كې الله تعالى جل جلاله فرمايې ( اوكله چې له ژوندۍ ښخې كړى شوې نجلۍ څخه پوښتنه وشي چې هغه په كومه گناه وژل شويده ؟ ) نوددى کريمه ايت په استناد ويلې شو چې داسلام څخه پخواښځو دژوندکولو حق نه درلودخوداسلام مبارک دين په لومړى ځل ښځوته دژوندکولو حق ورکړ

٢-دښځې لپاره دنفقې حق:

داسلام مبارک دين دښځې نفقه دواده څخه مخکې دهغه په پلار،ورور اوياکوم بل نيږدى دوست يا ولى باندې فرض کړيده اودواده څخه وروسته يې په ميړه باندې،ځکه چې ښځه دخاوندپه کور کې اوسيږي دهغه داولادپالنه کوي اودهغه دمال ساتنه اوهمدارنګه ښځه دنارينه په پرتله جسماني اوبيولوژيکي کمزورتياوې هم لري نونه شې کولاې چې بيرون سخت اوستونزمن کارونه سرته ورسوي ترڅو ځانته روزي پيداکړي نوپدى خاطرداسلام مبارک دين دهغه نفقه په خاوندياپلارباندې لازمه کړې ده نودهمدى نفقې دلزوم څخه هم مونږ ويلى شوښځې ته داسلام مبارک دين کې څومره مقام ،منزلت اومرتبه ورکړشويده .الله تعالى فرمايې: ښخه ((وعلى المولودله رزقهن وکسوتهن باالمعروف)) ژباړه:اودکوچنيانوپه پلارباندې ددغوښځوخوراک اوجامې په نيکه طريقه يانى دشريعت سره برابرشته . همدا راز رسول الله صلى الله عليه وسلم په حجة الوداع کې وفرمايل: (( ولهن عليکم کسوتهن ورزقهن باالمعروف)) ژباړه : اوهغوې لره دې په تاسې باندې جامې اوخوراک په ښې طريقې سره . همدارنګه دابى سفيان ښځې له خپل ميړه څخه حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته شکايت وکړ چې ابى سفيان دې اوددى اولادته دومره نفقه نه ورکوي چې بس يې شې نوحضرت محمد صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : (( خذمن مال ابى سفيان مايكفيک وولدک.

باالمعروف)) يانې دابى سفيان دمال څخه اخله هغومره چې تااوستا اولاد لپاره بس وي ، همدارنګه پدى دعلماؤ اتفاق هم دي چې په ميړه باندى دښځې نفقه لازمه ده .

٣-دښځې سره دنکاح په صورت کې دهغې لپاره دمهر ټاکل:

مهر دښځې لپاره هغه ستر امتياز دي چې داسلامې شريعت لخوا ورته ټاکل شويدى په بل يونظام اوقانون کې دښځې لپاره دومره سترارزښت نه دي ورکړل شوي. يوازې دهمدغه مهرڅخه هم دښځې ارزښت اوقدرداسلام مبارک دين کې ښه معلوميدې شې ځکه که چيرې يونارينه کولې شواې چې بغير دمهر څخه ديوى ښځې سره نکاح وکړي نوڅه فکر کوئ چې دغې ښځې به دغه نارينه ته څومره ارزښت درلود؟ ښکاره خبره ده چې دهغې سره به يې سم چال اوچلندنه کاوه په معمولي خبره به يې وهله ،ټکوله اوحتى طلاقوله ځکه چې دهغې په لاسته راوړلو کې به يې کوم مصرف اوستونزه نه وه ليدلې، نو ويلې شو چې که چيرې دښځې لپاره په نکاح کې مهر يومهم شرط نه واى نويقيناً دابه دښځې لپاره يوسپکاو‌ى ،بې ادبې اوبې احترامې وه ، الله تعالى فرمايې : ژباړه (( اوحلالي دي تاسې ته ټولې ښځې ددغوڅخه پرته پدې شرط چې طلب کوئ دوۍ لره دخپلو مالونوپه بدل کې پدي شرط چى وساتلې شئ تاسې دوې په خپلې نکاح کې نه زناکوونکې نوهرهغه چې فايده موترې واخيسته نو ورکړئ تاسې دوې ته مهرونه ددوې چې فرض شويدي په تاسې )) .

همدارنگه رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه نکاح هم بې مهره نه ده کړې که چيرې مهرفرض نه واى

نوضروربه يې يوځل پريښى واى .

٤-دکاراواقتصادي فعاليتونوحق:

لکه څرنګه چې داسلام مبارک دين نارينه ته د کار او اقتصادي فعاليتونو حق ور کړى دى همداسى يي ښځى ته هم حق ورکړى دى چى کار وکړى خپله مال ولرى او مالي معاملۍ سرته ورسوى خوشرط پکى دادى چې داسلامې شريعت اصول په پام کې ونيسې يانې داچې حجاب (پرده) مراعت کړې، دنارينه ؤسره گډکاروباربه نه کوې،ځانته به سفرونه نه کوې .لنډه داچې هر هاغه کارچې دښځې اونارينه ترمنځ دگډژوند،اختلاط اوبالاخره دښځې دبې حيايۍ ،ابرواوعزت دتويدوسبب گرځې هغه رواڅه چې پدې حالاتوکې اسلام ښځې ته له کورڅخه دوتلو اجازه هم نه ورکوې تجارتې اونورفعاليتونه خوپريږده .

داسلام مبارک دين په هغه صورت کې ښځوته دکاراواقتصادې فعاليتونواجازه ورکړيده.چې ټولنه اصلاح اوداسلامې شريعت پابنده ټولنه وي ځکه چې داسلام په مبارک دين کې دښځودکارنمونې ښکاره دي.

دحضرت شعيب عليه السلام دلورگانو کيسه قرآنکريم رااخيستې چې رمه به يې پيووله،همدارنګه دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په وخت کې دام معبد په نوم يوې ښځې دنبوې مسجدترڅنگ تجارت کاوه .

له بلې خوا که وګورودښځې کارکولوته به کوم ضرورت هم نه وي ځکه نفقه يې په ميړه فرض ده دميړه اوپلار

دواړوپه مالونوکې دميراث حق لري،مهرله ميړه څخه اخلې نوضرورت ددي نه پيداکيږي چې ښځه دي په فابريکو اوکارځايونوکې دنارينه ؤپه شان کار وکړي که دلته لږ ځيرشو نودښځې کارنه کول په اسلام يااسلامې ټولنه کې په ښځه کوم ظلم اوتيرې ندې بلکې په ښځه يونوعه ترحم اوعاطفه ده دهغې احترام اوارزښت ساتل دي نو ويلې شو چې داهم يونوعه حق دې چې اسلام ښځه په کارکولو نه مجبوروي اودضرورت په وخت کې يې بيا نه منع کوي .

٥-تعليم دښځو حق نه بلکې فريضه ده :

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې دعلم زده کړه په نر اوښځه دواړو فرض ده يانې لکه څنگه چې نارينه باندې علم زده کړه فرض ده همداسې په ښځې باندې هم فرض ده ځکه ښځه هم انسانه ده اوپه ټولنه کې اوسيږې نوضرورپوهې ته ضرورت لرې که داسلام مبارک دين ته له پيل څخه تردې دمه نظر وکړو نوډېرې داسې ښځينه څيرې به وګوروچې له نارينه ؤڅخه ټولنې ته ډيرې گټورې ثابتې شويدې.نودلته داخبره ښه په ډاډکولې شوچې اسلام کې دښځې دتعليم په اړه هيڅ ممانعت نشته بلکې داپه ښځې فرض دې ،خودغه فرضيت داسې هم ندى چې ښځه اسلامې شعايرترپښولاندې کړي يانې پکارده چې ټول هغه شرايط چې اسلام دښځولپاره ټاکلې دي بايدپه پام کې ونيول شي هسي نه چې دغه تعليم ددي سبب شي چې ښځه دنارينه ؤمنځته راووځې اودنارينه ؤسره گډژوندته لستوڼي رابډ وهې اودښځې عزت،ابرو اوحيا دنارينه ؤ ترمنځ پايمال شي ، حديث شريف دي چې يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يوه ښځه راغله او ورته يې وويل چې اې دالله

رسوله (صلى الله عليه وسلم)! نارينه ستاخبرې اوري اوعمل پرې کوي نو مونږبه هم له خپل پلوه يوه ورځ وټاکوچې تاته راشو اوڅه چې الله (جل جلاله) درښودلې دي مونږته يې راوښيې ،رسول الله (صلى الله عليه وسلم)ورته وفرمايل چې ښه په فلانې ورځ به په فلانې ځاې کې سره راټولې شئ،هغوئ به په هماغه ورځ په ټاکلى ځاى راټوليدې اورسول الله (صلى الله عليه وسلم) به ورته تعليم ورکاوه.پدې حديث شريف کې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هغوئ دصحابه ؤمجلس ته راونه بللې بلکې دهغوئ لپاره يې ځانګړې ورځ اوځانګړى ځاى وټاکه نوپدې سبب ويلې شوچې هرهغه عمل چې که تعليم وي اوکه بل څه چې نارينه ؤسره دناستې پاستې اوگډاوسيدلو،اختلاط اوگپ شپ باعث گرځي هغه په اسلام کې حرام دي او اسلام خپلوپيروانوته دا اجازه نه ورکوي.

٦-دميړه ټاکلوحق:

لکه څرنګه چې داسلام مبارک دين ټول اصول اوقواعددټولنې اودانسانيت په خيراومصلحت دي نو پدې کې هم دټولنې اوهم داسلام دمبارک دين دپيروانوسترخير اومصلحت دى چې اسلام ښځې ته داحق ورکړيدى چې خپل ځان ته دژوندملگرى په خپله وټاکي، داددي لپاره چې که چيرې ښځه اوميړه يودبل په خوښه نه وي نوژوندتيرول به دواړوته ستونزمن شي، روزمره به جنگونه کوي،لانجي،وهل،ټکول اوبالاخره خبره به ترطلاقه رسيږي اسلام نه غواړي چې پيروان يې له دغسي ستونزو اوکړاوونوسره لاس اوګريوان شي ځکه دبشريت

سترلارښود حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) فرمايلې دي چې ((په روا شيانوهغه څه چې ډير بددى هغه طلاق دي)) خولکه مخکې چې مو يادونه وکړه داسلام ټول حقوق چې ښځې ته يې ورکړيدي اوکه نوروپيروانوته دي ټولوته يې يوچوکاټ ټاکلى دى اوبايد داهرڅه داسلامي شريعت دچوکاټ څخه دباندې نه وي يانې هسي نه چې ښځې له دغه حقوقوڅخه ناوړه گټه واخلي اوله واده مخکې پدي نوم چې اسلام پيغلو نجونوته دواده لپاره خوښه ورکړيده چې ځان ته په خپله دژوندملگرى وټاکې ،بازار اوښارونوته راووځى اوله ځلميوسره ناروا اړيکې ونيسي چې پايله يې بيا دواړو((ځلمي اوپيغلي)) لپاره بغيردرسوايۍ اوخجالت څخه بل څه نه وي. اسلام له واده څخه مخکې دښځې لپاره دپردې نارينه سره صحبت،مجلس اواختلاط حرام کړيدى اوپه اصطلاح پټې يارانې اوبازارې مينې ته اجازه نه ورکوي.دلته يوه خبره بايدذکرکړم هغه داچې،هغه څوک چې اوس وخت کې دښځولپاره دحقوقودغوښتلو نارې وهي دهغوئ هدف همدغه بازارې ناروا اړيکي دي چې دزلمې اونجلې ترمنځ نيول کيږې چې پايله يې نه واده وي اونه نکاح بلکې ديوسترفساداولوې گناه لامل گرځي،دواده لپاره دزلمې په ټاکلو کې اسلام له پيغلې سره مرسته کوي او ورته لارښوونه کوي چې بايد له چاسره واده وکړي او څوک به ددي دنيکمرغۍ سبب ګرځې اسلام ورته شرايط ايښي چې په لاندې ډول دي:

أ‌- زلمې بايددينداره وي او بې دينه،دخداي داحکاموڅخه منکر،طاغې اوباغې به نه وي.

ب‌- ښه اخلاق ولري ځکه چې ستاژوندورسره تيرشي بداخلاقه اوبدخويه زلمي به نه ټاکئ .

ت‌- زلمى بايددشرف څښتن اوغيرتي وي اسلام ښځې “پيغلې” ته وايي چې دداسې چاسره واده وکړي چې ستاعزت اوابروورباندې ګرانه وې ،غيرتى اوميړنى وى هسې نه چې دداسې چاسره مخ شې چې دبدوخلکوسره ناسته ولاړه ولري اوسباستاعزت اوابروهم دخاوروسره خاوري کړي .

ث‌- داسلام مبارک دين دميړه په ټاکلوکې دښځولپاره بل داشرط ايښى چې بايدښځه دفاسق ،ظالم اوشراب خورسړي سره واده ونه کړي دداسې شخص سره ژوندتيرول دکړاونو،رسوائۍ ،خجالت اوشرم څخه بل څه ندي .

داسلام دين هغه حقوق چې ښځې يې په ميړونوباندې لري هم ښکاره کړيدي چې هغه عبارت دي له مهر،نفقه ،جامه،کوراوپه ضروري ديني مسايلوپوهول .

ښځې سره داسلام په دين کې دنرمۍ اوتيريدلولپاره داميرالمومنين حضرت عمررض په زړه پورې کليمه راخلم (يوه ورځ حضرت عمررض ته يوسړى راغى ترڅوله خپلې ښځې څخه ورته شکايت وکړي کله چې دروازې ته ورسيده نودبي بي ام کلثوم رض اوازيي واوريده چې دحضرت عمررض سره يي خبرې اړولې نودې سړى وويل چې ماغوښتل چې خپل شکايت ده ته وکړم داخوهم په هغه څه کې ګيردىچې زه پکې ګيريم ،حضرت عمر(رض)هغه راوغوښت او ورڅخه يي

وپوښتل هغه ورته خپل عرض وړاندې کړحضرت عمر(رض)ورته وويل زه دې ته ډيرتيريږم ځکه چې داپه

ماډيرحقوق لرې لکه

(١)دازمااوددوزخ ترمنځ پرده ده زمازړه پرې له حراموتسلى حاصلوي .

(٢)کله چې زه بهرته ولاړشم نوزمادکوراومال ساتنه کوي.

(٣)زماجامي راته وينځي.

(٤)زماکورته ډوډۍ او………… پخوى.

هغه سړي وويــل کوم خدمـت چې تاته کوي هغه خوماته هم کوي چې تـه ورته تــيريـږي،زه به هم ورته تيرشم ))

٧-دميراث حقوق :-

داسلام مبارک دين سره ددې چې دښځې لپاره يي په ميړه،مهر،نفقه ،جامه،کوراونوردضرورت وړشيان لازم ګرځولي،بياهم ددې لپاره چې ښځه دنارينه څخه کمه رانشې نو دپلارپه مال کې يي هم ورته څه برخه وټا کله يوازې دپلارپه مال کې نه بلکې دميړه په مال کې يي هم ورته حق ورکړ،ځينى داسلام څخه منکر وګړي په اسلام دغه بيځايه نيوکه کوي چې ولې يي په ميراث کې دښځي لپاره دنارينه نيمه برخه ورکړيده ،چې داپه ښځه يونوعه ظلم دي خوکه لږدپوهي اوعقل څخه کار واخلونوښکاره ده چي دلته په ښځه باندي نه کوم ظلم شويدي اونه زياتي بلکي په همدي ځاي کي هم دښځي مقام اومنزلت دنارينه څخه لوړدي ځکه ښځه دوه ځايه مير‌‌اث اخلي هم دپلارپه مال کي حق لري اوهم دميړه په مال کي همدارنګه ددي څخه علاوه ښځه په ميړه دمهر،نفقې جامې،روغ اورنځوراونوروحق لري نوداټول چې سره يوځاى شې نوايادښځې برخه به نارينه څخه زياته نشې ؟

همدارنګه که دنارينه له برخې څخه دښځې مهر،نفقه ،جامه ،دارودرمل اونورلرې کړونوڅه فکرکوئ چې نارينه ته به څومره مال پاتې شي ؟

نودې پوښتنوته دځواب ويلوڅخه وروسته بايدپرې اعتراف وکړوچې داسلام مبارک دين دانسانى فطرت سره برابردين دي کوم قوانين اواصول چې اسلام خپلوپيروانوته ټاکلي دى دذرې په اندازه هم پکې له چاسره زياتى اوظلم ندى شوى بلکې ترټولوغوره عدالت ،انصاف اونياودى .

٨-دښځوسياسي حقوق :

پدې اړه بايدووايم چې دعلماؤترمنځ دښځودسياسي حقوقوپه هکله ډيراختلافات موجوددي .يوازينۍ خبره چې ټول فقهاپه هغې يوخوله دي هغه دښځورايه ورکول اوياهم دښځوسره په مهموچاروکې مشوره کول دي .خودنوروسياسي حقوقوپه اړه ځينوعلماؤپه مختلفودلايلوسره ښځې له ټولوسياسي حقوقوڅخه محرومه ګڼلي،ځينې ورته يوازې درياست لپاره ټاکنوته دټاکنې حق نه ورکوي ،ځنې يې بيادپارلمان پورې دتللوحق څخه دفاع کوي .اوداسې علماء هم شته چې داسلامى شريعت داصولوپه پام کې نيولوسره ښځوته په ټولوسياسي

حقوقوقايل دي .خوځينې يې بياپه دولتى اداروکې په لوړوڅوکيويانې دحاکمانوپرځاى دکارکولودحق څخه منکردى نوځکه خوزه هم پدې ځاى کې دکومې ځانګړې ډلې نظرنه راخلم خوپه خپل نظر دومره وايم چې که ښځه هرځاى په هره څوکۍ کارکوي نوبايداسلامي حجاب مراعت کړي اوترډيره بايدکوښښ وشي چې دنارينه سره دګډکارکولومخه ونيول شي يانې دکارپه هره برخه کې بايدښځې له نارېنه ؤسره ګډې نه.

وي بلکې ترې جداوي شايدچې پدې کې دټولنې خيراومصلحت وي